اوکرايني ځواکونه وايي چې د روسيې  ۱۸ ډرون الوتکې يې راغورځولې دي 

اوکرايني ځواکونو ويلي دي چې روسيې نن سهار د کيف په شمول پر څو نورو ښارونو هوايي بريدونه کړي او دوی هم د روسيې ۱۸ ډرون الوتکې رانسکورې کړې دي. 
 
د کيف ځايي چارواکو ويلي دي، چې روسي ځواکونو له تېرو څلور ورځو راهيسې يو ځل بيا بريدونه ګړندي کړي دي خو تر ډېره موږ ځواب ورکړی دی او بريدونه مو پر شا تمبولي دي. 
 
د روسيې او اوکراين له جګړې څه د پاسه يو کال وخت تېرېږي، خو تر اوسه جګړه روانه او د پاي ته رسېدو کومې نښې يې نه تر سترګو کېږي.