د Arcturus په نوم د کرونا ويروس نوې بڼه او ناروغي 

روغتياپالان وايي چې د کرونا ويروس په وسيله د ويروس يو نوي ډول د خپرېدو په حال کې دی، چې Arcturus نوميږي. دغه ويروس د conjunctivitis په نوم د سترګو ناروغي رامنځته کوي. 
 
په conjunctivitis کې د سترګو زېږمه يا لېمه پړسيږي، د سترګو رنګ سور وي او له سترګو سرېښناکې اوبه بهيږي. اوس مهال دغه ناروغي د کرونا ويروس له لارې له يو کس بل کس ته لېږدول کېږي.  
 
د کرونا ويروس د نوې بڼې يا Arcturus له امله امريکا او د نړۍ يو شمېر هېوادونو کې خلک ککړ شوي دي او وېره ده، چې د خلکو په تګ - راتګ سره به د نړۍ نورو هېوادونو ته هم دغه ويروس ورسيږي.