د نړۍ يو شمېر هېوادونو کې د وينې زبېښونکې حشرې وژونکې ناروغي خپره شوې

د امريکا په شمول د نړۍ په يو شمېر هېوادونو کې د Blue Bug په نوم حشرې (خزندې) په وسيله يوه وژونکې ويروسي ناروغي خپره شوې ده، چې يو شمېر کسان يې له امله  مړه او ځيني بستري شوي دي.
 
دغه حشره د Invertebrate iridescent viruses په نوم ويروسي ناروغي خپروي چې په لومړني پړاو کې يې درملنه شونې خو که چېرې ويروس وجود کې ډېر تيت شي نو د مړينې لامل کېږي. 
 
د روغتيا نړيوال سازمان او نورې روغتيايي ادارې په دې کار کوي چې ويروس نورې نړۍ ته خپور نه شي او د خپرېدو په صورت کې به نړيواله وبا رامنځته کړي.