د افغانستان په سويل کې د ناټو دوه سرتېري ووژل شول

 ناټو خبر ورکوي، چې نن د دوی دوه سرتېري د افغانستان په سويل کې د جلا پېښو په ترڅ کې ووژل شول. په خبر کې د پېښو د دقيق ځای او څرنګوالي په اړه مالومات نه دي ورکړل شوي.