ساينس پوهانو له کوچنیو تارونو  انساني حافظه جوړه کړې 

د اسټراليا د سېډني پوهنتون ډاکټران او ساينس پوهان توانېدلي دي، چې د مصنوعي ځېرکتيا پر مټ له کوچنيو تارونو د انسان د حافظې په ډول ميموري يا حافظه رامنځته کړي. 
 
دغه کوچني تارونه د nanowires په نوم ياديږي او په سترګو د لېدو وړ نه دي. د nanowires ټولګه غښتلې حافظه ده چې د انساني حافظې په ډول لنډمهاله او اوږد مهاله مالومات ساتلای شي. 
 
هغه کسان چې د عمر په زياتېدو سره يې حافظه کمزوري شوې او يا يې له لاسه ورکړې وي، نو شونې ده چې په مصنوعي ډول د nanowires دغه حافظه ورته ولګيږي او دې سره به غښتلی ذهن پيدا کړای شي.