نړۍ کې د لومړي ځل لپاره خپله تلونکې کښتي

د ناروې هېواد د ساينس او ټېکنالوژۍ پوهنتون يا NTNU ساينس پوهانو د لومړۍ ځل لپاره داسې مسافر وړنکې بېړۍ جوړه کړې ده، چې چلونکي ته اړتيا نه لري او خپله مسير وهي. 

دغه بېړۍ چې برېښنايي ده په يو وخت کې د ۲۵ کسانو د لېږد وړتيا لري. دغه کښتۍ خپل لومړنی سفر د سوېډن هېواد پلازمېنه ستاکهولم ښار کې تر سره کړ چې زرګونه کسان يې نندارې ته تللي وو. 

له دې وړاندې خپله تلونکې الوتکې چې د ډرون په بڼه دي او پرته له ډرايوره ګاډو شتون درلود، خو خپله تلونکې کښتۍ يو نوښت دی چې وړاندې يې شتون نه درلود.