د کولمو سرطان درېيم ترټولو خطرناک او عام سرطان دی 

د سينو او سږو سرطان وروسته د کولمو سرطان د سرطاني نارغيو درېيم ډېر عام او خطرناک سرطان پېژندل شوی دی. د کولمو سرطان لاملونه د شرابو څښل، ډېر وزن، فزيکي چارې نه تر سره کول او سګرټ څکول دي. 

هغوی چې نس يې درد کوي، هر وخت اسهال وي، په اضافه موادو کې  يې وينه شتون ولري نو د کولمو سرطان لومړنۍ نښې دي. هر کال نېږدې لس مېليونه کسان د کولمو په سرطان اخته کيږي. 

د کولمو سرطان له امله په نړيواله کچه له يو مېليون ډېر کسان هر کال مري. د لومړيو نښو په پېژندلو او د جراحي عمليات په کولو سره د کولمو سرطان درملنه تر يوه بريده شونې ده.