سمسونګ د ۲۰۲۳ کال لومړيو ۳ مياشتو کې ۶۰ مېليونه موبايلونه خرڅ کړي 

سمسونګ، آپل، شيائومي، آوپو او ويوو هغه څلور ستر شرکتونه دي چې ځيرک موبايلونه او نور برېښنايي وسايل توليدوي. د يوې سروې پر بنسټ د ۲۰۲۳ په لومړيو درېيو مياشتو کې دغه شرکتو په مېليونه د موبايل ګوشۍ خرڅې کړې دي. 

د يوې شمېرنې پر بنسټ د پورته يادو شرکتونو له منځه سمسونګ تر ټولو ډېر ګرځنده موبايلونه خرڅ کړي دي، چې لومړی مقام يې خپل کړی دی. ياد وخت کې سمسونګ شرکت ۶۰ مېليونه او درې سوه زره موبايلونه خرڅ کړي. 

له سمسونګ وروسته آپل شرکت ۵۸ مېليونه، شيائومي ۳۰ مېليونه، آوپو ۲۶ مېليونه او ويوو ۲۰ مېليونه ګرځنده موبايلونه خرڅ کړي دي. د ځيرک موبايلونو پر سر ددغه شرکتونو ترمنځ سيالي ده، چې هر کال نوې ځانګړنو سره موبايلونه توليد او وړاندې کوي.