د مصر اخوان المسلمين د خامنه اي خبرې رد کوې

 د ايران مذهبي مشر علي خامنه اي پرون دجمعې ورځې په خطبه کې د مصر لاريونونه د اسلامي ويښتيا نښې وبللې او د دغو لاريونونو اصلي لامل يې دا وباله چې د تونس او مصر خلک د امريکې پروړاندې د تحقير احساس کوي او حسني مبارک يې د امريکې مزدور وباله.
د مصر اخوان المسلمين ډلې په يوه لنډه اعلاميه کې د خامنه اي خبرې رد کړې او لاريونونه يې د مصر د ټولو خلکو او د عيسويانو په ګډون د ټولو مذهبي ډلو ګډغبرګون وګڼلو.
بل خوا د سپينې ماڼۍ وياند (رابرټ ګېبس) هم د خامنه اي خبرې رد کړې او ويې ويل، چې کاشکې د ايران حکومت هم خپلو خلکو ته د مصر په څېر د سوله ييزو لاريونونو اجازه ورکړې وای او د ۲۰۰۹ کال اعتراضونه يې هغسې نه وای ځپلي.