
د WebMD په نوم يو وېب سايټ داسې يوه برخه ان لاين کړې ده، چې د نښېو - نښانو په ليکو سره د ناروغۍ ډول، لاملونه او وړانديزي درملنه يې درښيي. دغه وېب سايټ د روغتيا برخه کې فعاليت کوي.
دغه برخه د Symptom Checker يا د نښو کتونکي په نوم ياديږي، چې ناروغ يا ناروغ لرونکی لومړی خپل عمر، جنس (نارينه/ښځينه) او د ناروغۍ څو نښې ليکلي. له دې وروسته نښې پېژندل کېږي او ناروغي ورته په ګوته کېږي.
وروسته ناروغ ته درملنه په ګوته کېږي او يا هم د ځينو معايناتو يا ټېسټونو توصيه ورته کيږي. په ان لاين ډول د خپلې ناروغۍ د پوهېدو په اړه دغه تړوني (https://symptoms.webmd.com/) ته دننه کېدای شئ.