د مغزو سرطان نوي درمل 

د Johns Hopkins پوهنتون ساينس پوهان په دې توانېدلي دي، چې د جيل (Gel) په بڼه نوي درمل جوړ کړي، کوم چې د مغزو سرطان درملنه کې اغېزمن تمام شوي دي. دغه درمل د يو ځانګړي ماشين په وسيله پر کوپړۍ وهل کېږي. 

د  Betty Tyler په نوم د ياد پوهنتون يو تن پروفيسور ويلي دي، چې که څه هم دغه درمل به سل سلنه د مغزو سرطان درملنه کې موثر نه وي، خو له ۵۰ تر ۷۰ سلنه ددغه ناروغۍ درملنه کې يې ښه پايله ورکړې ده. 

ددغه درملو عملي کارونه تر اوسه پر انسانانو نه ده ازمويل شوې، خو په لومړۍ تجربه کې د مغزو په سرطان ککړو موګانو ته ورکړل شوي دي او مثبته پايله يې ورکړې ده.