د کوچني اختر ورځې او سوډان کې خونړۍ کورنۍ جګړه 

سوډان په شمالي افريقا کې د ۹۱ سلنه مسلمانو وګړو په درلودو اکثريت اسلامي هېواد دی، چې مصر، لېبيا او چاد سره ګاونډ دی او له تېرې يوې اوونۍ راهيسې په کورنۍ جګړه کې دی چې ښارونه له خلکو خالي شوي دي. 

سوډان کې د پارلمان ملاتړي پوځ  او حکومت ترمنځ د همدې ميلادې مياشتې له ۱۵مې نېټې جګړه پيل شوې ده چې تر اوسه ۳۰۰ کسان په کې وژل شوي او ۳۲۰۰ نور ټپيان دي. دغه هېوادونه کې روغتونونه تړل شوي او روغتيايي خدمات شتون نه لري. 

د ملګرو ملتونو په شمول د نړۍ ګڼو نړيوالو سازمانانو او هېوادونو د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتي دي، چې د نېکمرغه کوچني اختر په پار اوربند وکړي او د اختر په درېيو ورځو کې خلکو ته اجازه ورکړي، چې له جګړې پرته اختر ولري.