
د پاکستان او هندوستان د ترېنګلو اړيکو په ترڅ کې، ۱۲ کالو وروسته د پاکستان د بهرنيو چارو وزير هندوستان ته ځي. دا سفر يوه لسيزه او دوه کاله وروسته کېږي.
ټاکل شوې ده، چې د پاکستان د بهرنيو چارو اوسنی وزير بلاول بوټو زرداري به د راتلونکې مې مياشتې په څلورمه نېټه د شانګهای د همکاريو سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو ناسته کې ګډون وکړي.
پاکستان او هندوستان کړکېچنې اړيکې لري او د دېپلماټيکو هلو - ځلو په ترڅ کې ۲۰۱۲ کال کې د پاکستان د هغه وخت بهرنيو چارو وزيره حنا رباني کهر هندوستان ته په رسمي سفر تللې وه خو په نېږدې کالونو کې هېڅ لوړپوړی هندي چارواکی پاکستان ته نه دی تللی.