نوي درمل چې د پيس مرض (Vitiligo) سپين داغونه به  له منځه يوسي 

پيس مرض چې  انګلېسي کې ورته Vitiligo وايي يوه عامه د پوستکي ناروغي ده، چې د پوستکي د رنګ  د توليد حجرې په کې د بريد لاندې راځي او له امله يې د مخ، لاسونو او پوستکي رنک سپين او داغ - داغ شي. 

نړۍ کې مېليونه کسان پيس ناروغِۍ Vitiligo باندې اخته دي چې د ظاهري ښکلا  د خرابېدو سبب کيږي. تر دې دمه د پيس درملنه شونې نه ده او هغه کسان چې پر ککړ وي، تر عمره ورسره وخت تېروي. 

د kinase په نوم  د درمل جوړونې يوې کمپنۍ د Opzelura په نوم درمل چې د کريم  په بڼه دي، وړاندې کړي چې له ۵۰ تر ۷۰ سلنه پورې د پيس ناروغۍ (Vitiligo) درملنه ور سره کېږي.