په الجزاير کې هم د لاريونونو تياری نيول کيږي

په الجزاير کې يو شمېر مخالفې سياسي ډلې وايي،چې په خپلو منځو کې پر خبرو لګيا دي او په راتلونکې اونۍ کې د پراخو لاريونونو لپاره تياری نيسي . که څه هم د الجزاير ولسمشر (عبدالعزيز بوتفليقه) وار دمخه ژمنه کړې چې سياسي ازادۍ به رامنځته کوي او له ۱۹ کلو راهيسې اعلان شوی اضطراري حالت به پايته رسوي، خويو شمېر مخالف ګوندونه او سياسي ډلې د ده د لرې کېدو غوښتنه کوي. بايد وويل شي ، چې د الجزاير لويوسياسي ګوندونو او سنديکاګانو تر اوسه د دغو لاريونونو ملاتړ نه دی کړی.