آيا مريخ کې ژوند شونی دی؟ 

مريخ کې شوې څېړنې ښيي، چې هلته يوه ستره بحيره او اټومسفير موجود وو، چې هغه مهال يې د انساني ژوند شونتيا هلته ممکنه کړې وه خو وخت په تېرېدو سره دا بحيره وچه شوې ده. 

اوس مهال NASA د Perseverance rover په نوم روبوټ مريخ ته لېږلی دی، هغه به د مريخ خاوره راټوله، ځمکه ته به يې راښکته او مالومه به کړي، چې  هلته ژوند څومره شونی دی؟ 

د پرمختللې ټېکنالوژۍ په شتون کې د نړۍ پوهان او ستر هېوادونه نه دي توانېدلي چې د مريخ رازونه او پټ مسايل وسپاړي او هلته ژورې پلټنې تر سره کړی شي.