منځنی ختيځ د نوي بدلون پر لور

له کلونو کلونو لفظي شخړو ، جنجالونو او لانجو وروسته د منځني ختيځ هېوادونه اوس دې ته لېوال شوي دي چې خپلمنځي ترينګلې او خړپړې اړيکې ښې کړي او د پخلاينې او دوستي پر طرف ګامونه واخلي. د سياسي اړيکو دا تغيير د ۲۰۲۰ زېږديز کال له (ابراهيم هوکړه ليک Abraham Accords)  را وروسته پيل شوی دی  چې پکې د ابراهيمي اديانو  (اسلام، مسيحت او يهوديت ) د دينونو د پيروانو تر منځ لومړنۍ د سياسي اړيکو د جوړېدا په طرف ګامونه واخيستل شول په دې هوکړه ليک کې د عربي متحده اماراتو، اسرايلو او اسرايلو او بحرين ترمنځ اړيکې په ابتدايي ډول جوړې شوې، او دا نوم ځکه ورکړل شو چې ابراهيم (ع) په واړو اديانو کې منل شوی پېغمبر دی.
 
که څه هم د ايران له اتومي پروګرام څخه لا هم عربي هېوادونه ناخوښه دي او د اسرايلو او فلسطينيانو تر منځ اړيکې لا هم ترينګلې دي خو داسې تمه کېږي چې د سيمې د هېوادونو تر منځ د اړيکو دا پياوړتيا او نږدې کېدا سيمې ته يو څه ثبات او ارامي ور وبښي.
 
دا تغييرات وروسته له هغه د منځني ختيځ او شاوخوا سيمې په هېوادونو کې را څرګنېدېږي چې د امريکا پخواني ملګري اوس د امريکا په قايمه او دايمه ملګرتيا شک کوي او پوهېږي چې امريکا په سيمه کې  د دوامداره سولې، ټيکاو او پرمختګ په هڅه کې نه ده او يوازې اوبه خړوي او کبان نيسي. عربي هېوادونه اوس د امريکا له اجازې پرته غواړي له نورو هېوادونو سره خپلمنځي سياسي او سوداګريزې اړيکې جوړې کړي او له پخوانيو دښمنيو څخه چې د امريکا په اشارو يې پیل کړې وې لاس واخلي.
 
ځينې کارپوهان په دې باور دي چې عرب، ايرانيان او ترکان غواړي چې د (يوې تورې او سپينې سيمې ) پرځای (خړه) سيمه رامنځ ته کړي یانې له يو څه غوښتنو يو هېواد او له يو څه غوښتنو بل هېواد تېر شي او په سوله او دوستي کې يو له بل سره ژوند وکړي. او دا ددې له امله چې اوس د منځني ختيځ د سيمې هېوادونه او په تېره بيا د امريکا پخواني متحدين دې پايلې ته رسېدلي دي چې ګټې یې په يوه داسې منځني ختيځ کې نشي براورده کېدای چې هغه دې په بشپړ ډول قطبي شوی وي او هغه خوځښت او تحرک چې اوس  په سيمه کې موجود دی ټول هېوادونه منځنۍ کرښې ته راکاږي.
 
د ايران او سعودي اړيکې چې د چين په منځګړتوب سمې شوې او سياسي اړيکې یې بيا د نږدې کېدو پر خوا روانې دي دا هيله را ژوندۍ کړې ده چې په سيمه کې به له ټيکاو سره ډېره مرسته وکړي او په ځانګړي ډول په يمن کې د روانې جګړې د پای ته رسېدلو لپاره به مهم ګامونه واخيستل شي. او ان په دې څو لومړيو ورځو کې یې پايلې جوتې او ښکاره شوې او په ترڅ کې یې د سعودي او يمني حوثيانو تر منځ خبرې اترې او د بنديانو تبادله پيل شوه. له بلې خوا سعودي هم اوس د محمد بن سلمان په مشرۍ نه غواړي چې په سيمه ييزو کشمکشونو کې ځان دخيل کړي، ځوان وليعهد محمد بن سلمان غواړي د سعودي په اقتصاد کار وکړي، په ټکنالوجي کې مخ ته لاړ شي او له مذهبي افراطيت څخه خپل خلک منځلاري ته راکش کړي.
 
ايران هم چې اقتصاد یې د تحريمونو له امله ډېر محدود شوی دی ،نه غواړي په سيمه کې دښمنان ولري غواړي خپل اړيکې د سيمې له هېوادونو سره ورغوي.او دا کار د چين په منځګړتوب وشو چې له خپل پخواني سيال سعودي سره یې اړيکې په سياسي لحاظ د پخلاينې خوا ته روانې کړې دي.
 
متحده عربي اماراتو هم خپلو اقتصادي منابعو ته په کتلو او دې ته په کتلو چې ( د سوداګري يوه امن سيمه واوسي)  په ۲۰۱۹ کې تصيميم ونيو چې له تهران سره تعامل وکړي.  او اوس تازه تازه ايران له ۸ کلونو وروسته  اماراتو ته سفير ټآکلی دی او سفارتي اړيکې یې د سفير کچې ته پورته کړې دي.
 
له بلې خوا د ترکيې اړيکې له سعودي، مصر او اماراتو سره له ۲۰۱۱ را وروسته چې په عربي هېوادونو کې د عربي پسرلي په نامه پاڅونونه پيل شول او ترکيې له هغو اسلامي ډلو سره چې د عربي پاچاهانو د واکمنۍ پښې یې ورلړزولې خرابې شوې. په ۲۰۱۸ کې چې په استانبول کې د سعودي په قونسلګري کې د سعودي منتقد جمال خاشاقچي ووژل شو لا پسې له بدو بدترې شوې ، خو په ترکيه کې اقتصادي بحران ترکيه اړه کړه چې له سعودي سره اړيکې ورغوي او بالاخره په ۲۰۲۱ کې ترکيې له سعودي سره د پخلاينې هڅې پيل کړې .  د ۲۰۲۳ په مارچ کې رياض د ترکيې په مرکزي بانک کې د ۵ ميليارده ډالرو پانګونه وکړه او د ترکيې په اقتصادي ټيکاو کې یې د پاموړ برخه واخيسته.
 
د ترکیې او مصر اړيکې هم د ښه والي پر خوا روانې دي که څه هم په ۲۰۱۳ کې د محمد مرسي له برطرف کېدلو وروسته ترکيې د مصر له پوځي واکمنو سره مخالفت کړی وو خو دا اړيکې به ۲۰۲۳ کې د بهبود پر خوا روانې شوې او وروسته له يوې لسيزې د ترکيې د بهرنيو چارو وزير له قاهرې څخه ليدنه وکړه او له بېلابېلو مصري چارواکو سره یې وکتل.
 
د ترکيې او اماراتو اړيکې بيا په ليبيا کې د اوربند په کولو کې غټه مرسته وکړه ، په ليبيا کې چې بحرانونو سخت ځپلی دی ،ترکيه د طرابلس له دولت څخه ملاتړ کوي او مصر او امارات بيا د هغو دولت ملاتړ کوي چې د ليبيا په ختيځ کې تشکيل شوی دی .اوس د ترکیې ، مصر او اماراتو تر منځ ګرمې اړيکو وکړای شول چې ښکېلې خواوې اوربند ته وهڅوي او يو بل ته یې خبرو ته سره کېنوي.
 
په سوريه کې د شورشيانو او دولت تر منځ  داخلي جګړو په جريان کې څو هېوادونو د مختلفو دلايلو له مخې د بشار الاسد د مخالفو کسانو ملاتړ وکړ په هغه وخت کې ددې مخالفو هېوادونومشري د متحده عربي اماراتو پر غاړه وه چې په واقعي ډول یې هڅه کوله چې د ايران د نفوذ مخه ونیسي ، ځکه ايران له بشار الاسد څخه ملاتړ کاوه او له هغه څخه یې د شورشيانو څخه د سيمو په نيولو کې مرسته کوله .
 
خو دغه وضعيت په ځانګړي ډول د فبروري د ۶ مې له ويجاړونکې زلزلې وروسته  تغيير شو، د سوریې له زلزله ځپلو  سره د عربي هېوادونو په  مرستو سره  د سوریې له دولت سره د عربي هېوادونو په اړيکو کې د پاموړ پرمختګ رامنځته شو.
 
د رويټرز د خبر له مخې سوريې او سعودي هوکړه کړې چې په خپل منځ کې به سفارتي اړيکې ټينګوي او سفارتونه به پرانيزي، او همدارنګه رياض تصميم لري چې بشار الاسد د عربي هېوادونو سرمشريزې (عرب ليګ) ته چې د راتلونکې مې په میاشت کې جوړېږي دعوت کړي.
 
ترکيه هم چې تر ډېرې مودې د سوريې د دولت د مخالفو شورشيانو ملاتړ یې کاوه د روسيې په تشويق او منځګړتوب سره د بشارالاسد سره اړیکې تازه کړې دي او تمه ده چې د راتلونکې مې مياشتې په اوايلو کې د سوريې او ترکيې خارجه وزيران په ماسکو کې د روسيې په منځګړتوب د اړيکو د بهبود په خاطر له يو بل سره وويني او وار له مخه د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان له روسيې څخه مننه کړې چې د انکرې او دمشق تر منځ د اړيکو په عادي کولو او پخلاينې کې مرکزي رول لوبوي.
 
خو د دمشق او انکرې تر منځ اړيکې داسې برېښي چې قصدا خرابېږي او د وضعيت د عادي کېدلو مخه نيسي، ترکيه امريکا په دې تورنوي چې په سوريه کې د کردانو مالي اونظامي ملاتړ کوي او دې ته یې هڅوي چې لاړ شي او په ترکيه کې اړيکې ترينګلي او ستونزې جوړې کړي. همدې کردانو د تېرکال په نومبر کې په استانبول په يوه څلورلارې کې د چاودنه وکړه او چې وروسته يې په تور کوم شکمن کسان ونيول شول له هغو څخه د اعترافاتو وروسته معلومه شوه چې له سوريې څخه راغلي وواو د  کردستان له ډلې (پي کې کې) سره یې اړيکې لرلې.په دغه بريد کې ۶ تنه ووژل شول او ۸۰ تنه ټپيان شول.
 
د انکرې دا هڅې چې غواړي له سوريې سره اړيکې ښې کړي په تېرو لسو کلونو کې د ترکیې په خارجي سياست کې يوه نوې مرحله ده ، اردوغان د ترکیې د خارجي سياست څرخونکی او اصلي مرکزي لوبغاړی دی او لومړنی هڅه یې له څو کلونو راوروسته داده چې له خپلو شاوخوا هېوادونوسره اړيکې ښې او دوستانه کړي او کېدای شي که چېرته له سوریې سره اړيکې دوستانه او ښې شي او په سوريه کې د داخلې جګړې اور خاموش شي ، هغه په ميليونونه سوريي کډوال چې په ترکيه کې مېشت دي بيرته سوريې ته د ستنېدلو لړۍ   به یې پيل شي او ترکيه به له ستر بار څخه خلاصه شي.او هم به له بلې خوا د که تر راتلونکي جون پورې محسوس تغيير راغی نو کېدای شي د ترکيې په ټولټآکنو کې د اردوغان په محبوبيت هم جوت اثر ولري.