محمد نبي په هېواد کې د سرطان د ناروغۍ د روغتون جوړولو خبر ورکړ

 د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي محمد نبي اعلان وکړ چې افغانستان کې د ادې په نوم د سرطان ناروغۍ درملنې روغتون جوړوي.

هغه د وري په ۲۸مه، په خپلې فسبوکپاڼې دغه خبر خپور کړی دی. د کرکټ ملي لوبغاړي محمدنبي لیکلي چې دغه روغتون به په خپله تمویلوي. ورته ډول له څو ورځو راهیسې په ټولنيزو رسنیو کې هم يو شمېر افغانانو په افغانستان کې د «سرطان مجهز روغتون» جوړولو کمپاین پیل کړی دی.

رسنيو ته د افغانستان سوداګرۍ خونې مسوولینو هم ویلي چې د دغه کمپاین ملاتړ کوي او د لوګر ټرانسپورټي شرکت د سرطان روغتون جوړولو لپاره سل زره ډالر مرسته اعلان کړې ده.

دغه ډول ډېرو نورو خیریه بنسټونو هم د سرطان روغتون جوړلو برخه کې د مرستې ژمنه کړې. ورته ډول په ټولنيزو رسنيو کې ډېری افغانانو د دغه کار ستاينه کړې ده او پر سرپرست حکومت يې غږ کړی چې د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې خلاصې کړي، هغوي ويلي که مونږ خپل روغتيايي تجربه کار ډاکټران او ښځينه ډاکټرانې ونه لرو د ګاونډيو هېوادونو د له احتیاج څخه نه شو خلاصېدلی.

دغه کمپاین وروسته له هغه پیل شو چې کله د جاوېد ابراهيمي په نوم یوه افغان – چې د يوه خيريه بنسټ مسول دی- پر خپلې فسبوک‌پاڼې د یوه ویډيويي پیغام له لارې د هېواد پر ټولو پاڼګه‌والو، د کرکټ پر ځینو ملي لوبغاړو او  خیریه بنسټونو غږ وکړ چې په افغانستان کې د سرطان ناروغۍ د تداوۍ لپاره مجهز روغتون جوړولو لپاره لاس په کار شي.