يوه نوې طبي موندنه: نارينو کې د ژرانزال غوره درملنه تمرين دی

د Trends in Urology and Men’s Health په نوم ژورنال د  Anglia Ruskin پوهنتون يوه څېړنه خپره کړې ده، چې د نارينو د ژرانزال غوره، طبيعي او پرته له اړخيزو اغېزو درملنه په کې ښوودل شوې ده. 
 
دغه ژورنال کې راغلي دي چې ژرانزال يا Premature ejaculation يوه عامه ناروغي ده، چې ډېر نارينه ترې کړيږي، خو تمرين هغه غوره او بهترينه لار ده چې د ژرانزال مخه نيسي. 
 
ددغه موندنې او څېړنې اړوند  ورزش او په ځانګړي ډول د خاصرې لګن تمرين له يوې تر درېيو دقيقو پورې په نارينو کې د ژر انزال ستونزه حلوي خو په دې شرط چې دغه تمرين درې مياشتې پر له پسې تر سره شي.