ناسا زحل سيارې ته د مار په څېر روبوټ لېږي 

له مريخ او سپوږمۍ وروسته د امريکا فضايي ادارې د مار په بڼه يو روبوټ جوړ کړی دی او ماموريت يې دا دی، چې زحل سياره کې پلټنې تر سره کړي او دا مالومه کړي چې هلته ژوند کېدای شي او کنه. 

دغه روبوټ ته په دې پار د مار بڼه ورکړل شوې ده چې په تياره او تنګو غارونو کې دننه شي او په نريو لارو مزل وکړي. مار ته ورته دغه روبوټ کې لوړه ټېکنالوژي ځای پر ځای شوې ده. 

زحل په لمريز نظام کې له مشتري دويمه تر ټولو ستره سياره ده او تر اوسه په کې ډېرې پلټنې نه دي تر سره شوې.