
آپل او انډرايډ موبايلونو کې د Find My Device په نوم پروګرام شتون لري چې که چېرې موبايل ورک شي نو د موبايل د روشن کولو پر مهال شونې ده، چې د موبايل موقعيت مالوم شي.
اوس مهال ګوګل د انډرايډ موبايلونو لپاره د Pixel Power-off Finder په نوم سېستم جوړوي چې که چېرې موبايل خاموش هم وي، نو څښتن او امنيتي ادارو ته به يې د موقعيت پته مالوميږي.
د ګوګل مسوولين وايي چې پر دغه پروګرام يې ازمايښتي کار پيل کړی او ژر به يې د انډرايڼد په نوي موبايلونو کې ځای پر ځای کړي. د نړۍ پر مختللو هېوادونو کې چې موبايل ورک شي نو امنیتي کسان کولی شي څه وخت وروسته يې ځای او کس پيدا کړي.