چين اورګاډو لپاره يو آپ جوړ کړی چې يوه ورځ کې يې ۲۰۰مېليونه کسان کاروي 

چين د اورګاډي د ټېکټ لپاره يو موبايل آپ جوړ کړی دی، چې يوه ورځ کې يې دوه سوه مېليونه کسان کاروي. دغه آپ د اورګاډي بوکېنګ لپاره اسانتيا رامنځ ته کړې، چې په تېر کې يې شتون نه درلود. 

دغه آپ ۷۰۰ مېليونه کسانو کښته کړی يا ډونلوډ کړی دی چې د چين د يو نيم ميليارد وګړو په منځ کې ترټولو ډېر کارېدونکی موبايل آپلېکېشن  دی. ددغه آپ له لارې ټول چين کې د اورګاډي په سېسټم سره تړل شوی دی. 

ددغه آپ له لارې مسافرو ته په اورګاډي کې د څوکۍ شمېره، د تګ بيه او مسير په ټاکل کيلو متر ښوودل کېږي. د آپ سره د اورګاډي تم ځای کې د ګڼې - ګوڼې مخه نېول شوې ده.