مصنوعي ځېرکتيا (AI) به لويه بیکاري رامنځته کړي 

ماشين او نورو بې ساه وسايلو ته د ځانګړو آپليکشنز او پروګرامونو له لارې د انساني ځېرکتيا او هوش انسټال ته، مصنوعي ځېرکيتا يا Artificial intelligence وايي. روبوټ ددغې لړۍ يوه بېلګې ده. 
 
د مصنوعي ځيرکتيا برخه کې نړۍ په خورا چټکۍ سره وړاندې ځي؛ د امريکا، اروپايي هېوادونو، جاپان او چين په شمول پرمختللي هېوادونه په کې مخکښ دي او دې برخه کې پانګونې کوي. 
 
د ګلدمن په نوم يوه څېړنه مصنوعي ځيرکتيا راتلونکو کالونو کې د بشر لپاره ناورين بولي او زياتوي چې د نړۍ د ټولو وګړو له درېيو برخو دوه به يې د مصنوعي ځيرکتيا له امله بې کاره شي. 
 
دې څېړنه کې ويل شوي دي، چې د اوس وخت د انسانانو ډېری کارونه  به د مصنوعي ځيرکتيا له لارې ماشين ته وسپارل شي چې له امله به يې لومړی پرمختللو او ورپسې به د درېيمۍ نړۍ هېوادونو کې د بې کارۍ بحران پېښ شي.