موندنه: د چرګو يخچالي غوښې تناسلي ککړتيا رامنځته کوي 

د تناسلي (ادراري) سېسټم يا Urinary tract infection ميکروبي کېدنه د  E.coli په نوم بکتريا پېښوي او دغه بکتريا د پوستکي او خولې له لارې د انسان وجود ته لار پيدا کوي. 

يوه تازه څېړنه ښيي، چې د چرګو يخچالي غوښو کې د وخت په تېرېدو سره دغه  E.coli نومي مضره بکتريا پيدا کېږي او هغه کسان چې بيا دغه غوښې خوري، نو بولي مجرا يې ميکروبي کېږي چې د سوزاک په ډول نورې ناروغۍ ورته پيدا کېږي. 

په دې طبي څېړنه کې برخه اخېستونکو پوهانو ويلي دي، چې د چرګانو له يخچالي غوښې څخه د ادراري کانال د ناروغيو د پېښېدو شونتيا هغه وخت بيا بيخي ډېره شي، کله چې غوښه سمه پخه نه وي او خوړل شي.