موږک ته ورته روبوټ چې د وجود دننه سرطاني حجرې خوري 

د Fugan پوهنتون ساينس پوهانو او روغتيالانو د سرطاني حجرو د لامنځه وړلو لپاره موږګ ته ورته کوچنی روبوټ جوړ کړی دی، چې کولی شي، دغه حجري وخوري. 

دغه روبوټ د جراحي عملياتو له لارې د وجود اړوند هغه برخې ته چې سرطان لري دننه کېږي او بيا کولی شي، د يو څو ورځو دننه د انساجو شااوخوا حرکت وکړي او په نوبت سره دغه حجرې له منځه يوسي. 

د معدې، سږو، مثانې او ځينو نورو غړو سرطان درملنه کې ددغه روبوټ رول اغېزمن دی، خو د مغزو، هډوکي او وينې سرطانونو برخه کې يې تر اوسه ښه پايله نه ده ورکړې.