د حسني مبارک پرمرستيال بريد وشو

 د يوه امريکايي تلويزيون د رپوټ له مخې د حسني مبارک پر نوي ټاکل شوي مرستيال عمر سليمان باندې بريد شوی ، چې له امله يې د ده دوه ساتونکي وژل شوي دي. خبر وايي، چې دغه پېښه تر هغې وروسته وشوه ، چې حسني مبارک د استخباراتو رييس عمر سليمان د خپل مرستيال په توګه وټاکه. دسپينې ماڼۍ وياند د دغه خبر پر سموالي له تبصرې ډډه وکړه.