نارينه (خاوند) کې د شنډوالي يا اولاد نه پيدا کېدو لاملونه 

دا چې د ځينو جوړو (ښځې او خاوند) اولاد نه پيدا کېږي، نو لاملونه يې ګڼ؛ هم خاوند او هم ښځه کې وي. که چېرې له غوښتنې سره - سره د يو کال دننه اولاد پيدا نه شي، نو شنډوالی بلل کېږي. 

د سپرم شمېر يا Sperm count نارينو کې يوه ناروغي ده، چې د اولاد نه پيدا کېدو سبب کېږي. پر يو ملي لېتر مني کې د سپرم حجرو شمېر لږ تر لږه ۱۵مېليونه او ۲۰۰مېليونه يې ډېر شمېر دی. 

که چېرې د سپرم حجرو شمېر په يو ملي لېتر مني کې له ۱۵مېليونه کم شي، نو د اولاد پيدا کېدو شونيتا له منځه ځي. د سپرم خوځښت يا Sperm motility يو بل لامل دی، چې د اولاد پيدا کېدو يا نه پيدا کېدو کې رول لري. 

که چېرې د سپرم شمېر له ۱۵مېليونه ډېر هم وي، خو سپرم روغتيايي نه وي يانې دا چې سپرم خوځښت او حرکت ونه لري، نو د شنډوالي ستونزه را پيدا کېږي. د Testosterone په نوم د نارينه هورمون د اولاد پيدا کېدو او يا نه پيدا کېدو کې اغېزمن رول لري.