له خوب ويريدل (somniphobia) يوه شديده رواني ناروغي 

له خوب وېريدل يو بشپړ ناروغتيايي رواني حالت دی چې ککړ کسان له خوب څخه د ورېدو له امله خوب ته زړه نه شي ښه کولی. دغه ناروغۍ ته somniphobia وايي، مطلب دا نه دی، چې اړوند کس خراب خوبونه ويني او وېريږي، بلکې له دې وېريږي، چې که خوب وکړي، نو يو بد څه به پېښ شي. 

هغه کسان چې somniphobia لري نو د خوب پرمهال خپسکه (Nightmares) او ډېر بد او وېرونکي خوبونه ګوري چې پايله کې يې له خوب وېښيږي او د سبا شپې د خوب کولو جرت نه شي کولی. 

ددغه ناروغۍ نښې دا دي، چې ککړ کس هڅه کوي چې ځان وېښ وساتي، له نورو کسانو سره يوځای کيني، د څملستو پر مهال د کوټې ګروپونه او تلوېزون چلان وساتي او تر ډېره يې فکر هغوی ته وي. 

دويمه برخه کې يې درملنه او مخنېوی ولولئ