د افغانستان او ترکيې د اړيکو تاريخي شاليد

د افغانستان او ترکیې اړیکې اوږده مخينه لري، که څه هم چې دا هېوادونه له جغرافیوي اړخه له یو بل څخه لرې دي، خو ملتونه یې د فرهنګي، نژادي، مذهبي او تاریخي مشترکاتو په درلودلو سره ډېر نږدې دي . په۲۰۰۱  زېږديز کال کې په افغانستان کې د نویو  سياسي تحولاتو رامنځته کېدلو راپدېخوا کابو دوه لسیزې د افغانستان په سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او نظامي برخو کې ترکيې خپله ونډه ادا کړې ده . د ترکیې هېواد د افغانستان دولتي مشرانو لپاره تل د یو باور وړ او د تېرو شلو کلونو د تحولاتو له بهير څخه اصلي ملاتړی هېواد وو. ترکیه د افغانستان د بیارغونې او پرمختګ له مهمو شریکانو څخه وه.  په تاريخي لحاظ لومړنۍ رسمي او د دولتونو تر منځ اړيکه د شاه غازي امان الله خان په وخت کې د دواړو هېوادونو تر منځ ټينګه شوه او بيا له هغه وروسته ايران، ترکيې او افغانستان يوه دولتي هوکړه ليک د ۱۹۳۷ کال د جولای په ۱۳ مه د تهران په سعداباد کې لاسليک کړ چې د هوکړه ليک له مخې په دې دريو واړو هېوادونو باندې چې په هر يوه حمله وشي ټول به یې په ټوليز شکل او يو د بل په ملاتړ دفاع کوي.
 
له دې هوکړه ليک وروسته د ترکيې او افغانستان سياسي استازولۍ د دواړو هېوادونو په پلازمېنو کې پرانيستل شوې او ډيپلوماټيکې اړيکې په مستقيم ډول ټينګې شوې، د هوکړه ليک له مخې ترکيې د نظامي افسرانو يو ډله او نور د بېلابېلو برخو متخصصين افغانستان ته د غازي امان الله خان د ماډرن سازي د پروژې په پلي کولو کې د همکاري په خاطر راولېږل ، دې متخصصينو په عسکري، زده کړيز نظام، قانون جوړونې ، روغتيا او نورو برخو کې د امان الله خان له نوي راټوکېدلي دولت سره مرسته کوله. له دې مخکې هم ترکانو د اميرحبيب الله خان له حکومت سره همکاري درلودله . جمال پاشا چې د عثماني دولت له رهبرانو څخه وو، له لومړي نړيوال جنګ او د عثماني امپراتوري له ماتې وروسته افغانستان ته راغلی وو او له افغانستان سره یې په هغه وخت کې په بېلابېلو برخو کې خصوصا د عسکري نظام په موډرن کولو کې همکاري کړې وه.
 
د همدې همکاريو په لړ کې د دواړو هېوادونو د رهبرانو او دولتونو تر منځ اړيکې، مکاتبات، او همکاري ډېرې شوې او د افغانستان د هغه وخت چارواکو ترکيې او د ترکيې چارواکو افغانستان ته سفرونه وکړل او د نورو تړونونو د لاسليکولو لپاره یې زمينې برابرې کړې. دې ګامونو د افغانستان او ترکیې اړيکې لا پسې قوي کړې او فرهنګي مشترکاتو په پيدا کولو کې لا سره نږدې شول. په ترکيه کې د اتاترک لخوا د اصلاحاتو لړۍ د افغان غازي (امان الله خان) لخوا په دقت او لېوالتيا سره څارل کېده او کله چې غازي غوښتل افغانستان هم لکه ترکيه مخ پر وړاندې قدمونه واخلي او د ماډرن سازي په برخه کې له نړۍ شاته پاتې نشي ، له بده مرغه چې په افغانستان کې د داخلي اوخارجي کړيو لخوا له مخالفت او ان تکفير سره مخ شو او په ۱۹۲۹ زېږديز کال کې د غازي امان الله خان دولت د سقاو  د زوی (حبيب الله کلکاني) او نورو کړيو لخوا له سقوط شو. له دې وروسته ترکيه د افغانستان په دې حالاتو ډېره خواشینې وه او له همدې امله یې د (حبيب الله کلکاني) له ډلې سره چې افغانستان حاکم وو اړيکې ټينګې نه کړې.
 
د نادرخان په وخت کې دا اړيکې بيا له سره پيل شوې په دې وخت کې په ترکيې کې د ال يحی کورنۍ واکمنه وه . د دواړو هېوادونو چارواکو د يو بل هېواد ته سفرونه وکړل او دا اړيکې د ۱۳۵۲ لمريز کال د سرطان مياشتې تر ۲۶ ښې او خوږې روانې وې خو د شهيد داوود خان له واکمني وروسته تتې او د نورمحمد ترکي او نورو خلقي، پرچمي ،  جهادي او طا/لبي واکمنيو کې حداقل ته ورسېدې.  خو د ۲۰۰۱ زېږديز کال را وروسته چې طا/لبان لومړی ځل سقوط شول له نړۍ سره د افغانستان په اړيکو کې نوی باب پرانستل شو ،د نړۍ پام يو ځل بيا افغانستان ته را واوښت نو ترکيې هم له هغو لومړنیو هېوادونو څخه وه چې سياسي نمايندګي یې په افغانستان کې پرانستله او له نوي دولت سره یې ډيپلوماټيکې اړيکې ورغولې. له هغه وروسته دواړو هېوادونو لکه د پرمختللو هېوادونو په شکل خپلې اړيکې په دوه اړخيز ډول ښې او تودې ساتلې وې او د بياجوړونې، همکاري، امنيت او زده کړو په برخه کې ترکيې له افغانستان سره مرستې وکړې او د افغانستان او پاکستان د اړيکو په سمولو کې یې د پاموړ کردار ادا کړ د افغانستان – پاکستان د اړيکو د رغولو په برخه کې تر ۲۰۱۳ پورې ترکيه  د ۸ ناستو کوربه هېواد و  خو دا چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو ژوروالي ډېر پراخ و نو د پاموړ نتيجه یې ورنکړه.  په ۱۳۹۳ لمريزکال کې چې د ملی وحدت حکومت تازه جوړ شوی و د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان کابل ته ولاړ او له د افغانستان له ولسمشر او نورو چارواکو سره له ليدلو سره یې وروسته د ترکيې او افغانستان تر منځ ستراتيژيک تړون هم لاسليک کړ.
 
ترکيه په افغانستان کې د ايساف يو عمده غړی هېواد و او دری دورې یې په افغانستان کې د ايتلافي ځواکونو په چوکاټ کې د ايساف مشري پرغاړه اخيستې وه، خو دا چې د ناټو مسلمان غړی هېواد و ، او ځواکونو یې په افغانستان کې دنده پر مخ وړله نو ځکه د افغانستان د سنتي ټولنې لخوا ډېر کم له نفرت سره مخ شوی هېواد دی.
 
له افغانستان سره د ترکيې مرستې زياتره د ټيکا  TİKA يا د ترکيې د همغږي او همکاري سازمان لخوا ترسره کېدلې چې په ۲۰۰۴ زېږديز کال کې یې په کابل کې دفتر پرانستل شوی و . تيکا د نړۍ په ۱۰۰ هېوادونو کې فعاليت لري او په ۱۹۹۲ کې ايجاد شوی دی.
 
  که له بلې خوا له نړۍ سره د ترکيې تعامل او چال چلند ته ځير شو ، نو دا چې ترکيه د ناټو سازمان غړی هېواد دی د غربي نړۍ او شرقي نړۍ تر منځ د يو پُل مثال لري او په ډېر ښه ډول د دواړو قطبونو تر منځ د اړيکو د جوړولو رول ادا کوي. اوس غربي نړۍ غواړي ترکیه په یوه ريموټي خلافت بدله کړي. خصوصا برتانيا او امريکا په دې باور دي چې ترکیه باید د لندن او واشنګټن په لاس کې وي او د دوی په ريموټ کنټرول وچلېږي.  انکره له له څو کلونو راهیسې د شرق او غرب تر منځ د توازون په ساتلو هره وړه او ستره باريکي په دقت سره څاري او ګامونه اخلي، او تر اوسه پورې د امريکا او برتانيا پالیسي د ترکيې په برخه کې د پام وړ پایلې نه لرلې.
 
 په غالب ګومان عصري نړۍ دوه قطبي کیږي او ترکیه د تاریخي رول لپاره - د ختیځ او لویدیځ ترمنځ د پل په توګه ټاکل کیږي. داسې ښکاري چې ترکيه هم په دولتي او رسمي کچه هڅه کوي چې په دوو  څوکيو  ( هم له شرق سره او هم له غرب سره) ناسته وي، مګر ترکي چارواکي هڅه نه کوي چې ټول ځان يا د اروپا او يا هم د شرق بلاک په غیږ کې ور وغورځوي.
 
ترکيې که څه هم په ختيځ کې موقعيت لري خو د لويديځ د پرمختيا لاره یې لا پخوا غوره كړې، د ناټو د غړي په توګه، انکرې د ماسکو پر وړاندې د لویدیځ د بندیزونو له ملاتړ څخه ډډه وکړه. ترکیه د هر ډول خنډونو او دیوالونو په وړاندې تر اوسه ولاړه ده  او دا یې ددې لپاره وکړل چې ملي ګټو یې نه ايجابوله چې د روسيې پر وړاندې په مخالفت کې ځان واقع کړي.ځکه د ايس ۴۰۰ توغندي او نور وسلې ، مهمات، غذايي توکي او نورې پراخې تجارتي، سياسي، او نظامي اړيکې له روسيې سره لري چې د هغو په نشتون کې ترکيه له اقتصادي بد حالت سره مخ کېدای شي. ترکیه هدف خپله ځاني خپلواکي او حاکمیت دی. ترکي سياستوال یوازې هغه څه کوي چې د ترکیې په ګټه وي. ترکیه یو جیو پولیټیکل لوبغاړی دی چې تر اوسه د شرق و غرب په سياسي کشمکش کې ښه لوبېږي.
 
د ترکیې جمهوریت  د رجب طيب اردوغان په مشري دYeni Osmanlıcılık  (نيو عثمانيزم) په مدار راڅرخي ددې مانا داده چې ترکيه لومړی تر هرڅه له هغو هېوادونو سره د ښو اړيکو په  درلودلو تاکيد کوي چې د پخوانۍ عثماني امپراتوري په دايره کې پراته دي. او دا د ترکيې د پخواني سياست چې د کمال اتاترک په (کماليزم) راڅرخېدهّ په مخالف طرف څرخېږي، کماليزم کې تر ډېره تکيه په لويديځ او له لويديځ سره د اړيکو او مناسباتو په جوړولو ټينګار کاوه چې خپل شاوخوا ګاونډي او د سيمو هېوادونو ته پکې ځای نه و او ترې خوابدي وو. نو د نيو عثمانيزم تګلارې په پلي کولو سره او د شاوخوا امنيت او پخلاينې او د سيمې د هېوادونو  د خپلمنځي اختلاف په حل کې د چټک او مخکښ رول په لرلو سره  کله چې یو کال وړاندې د اوکراین جګړه پیل شوه او د ختیځ او لوېدیځ ترمنځ شخړه څو چنده زیاته شوه. ترکان نږدې سمدستي د خبرو اترو او د شخړې د سوله ایز حل لپاره راووتل ، مګر دوی سمدستي د متحده ایالاتو، بریتانیا، ناټو او اروپایي اتحادیې له قوي فشار سره مخ شول. فشار دومره پیاوړی و چې یو شمیر ترکي سیاستوالو ددې فشار په مقابل کې سختې څرګندونې وکړې. د ولسمشر رجب طیب اردوغان سلاکار ابراهیم کلیم په ښکاره وويل چې هېواد یې پر روسیې د بندیزونو پلان نه لري او د خپلو لومړیتوبونو له مخې به عمل وکړي. د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو ددې فشارونو په غبرګون کې نور هم وړاندې ولاړ او ویې وویل: هغه هر هغه څوک چې له انکرې څخه غواړي روسیې ته د S-400 الوتکو ضد توغندیو سیسټم بیرته ورکړي ذهني ناروغان دي . او زياته یې کړه چې ترکیه به هغه څه کوي چې ملي ګټې او هېوادنی مصلحت یې پکې نغښتی وي.
 
نو بيرته به خپلې اصلي خبرې ته راشو ، خلاصه دا چې ترکيه اوس غواړي چې په افغانستان کې له  نوي رژيم سره هم ښې اړيکې ولري او ددې ښو اړيکو په نتيجه کې ليدل کېږي چې په ترکيه کې د افغانستان سفارت او کوسنلګري یې د نوي رژيم کسانو ته سپارلې دي او په کابل کې هم غير رسمي سفارت لري له نوي رژيم سره د اړيکو په جوړولو  او پراخولو بوخته ده او ددې لويه وجه پخوانۍ ښې اړيکې، د افغانستان لوی سني اکثريت او د ترکتبارانو شتون دی چې د کابل او انکرې تر منځ یې اړيکې ګرمې کړې دي.