د هغو لویانو لپاره څو کلیدي سپارښتنې، چې له تنکیو ځوانانو سره په اړیکه کې دي 

یوې ارواه پوه د تنکۍ ځوانۍ په دوران کې د افرادو ځینې ځانګړتیاوې او د دې ځانګړتیاوو په اړه د والدینو د مخامخ کېدو د ډول په اړه مهمې سپارښتنې توضیح کړې.
 
د زهرا تاجیک په نامه یوې ارواه پوه وویل: که له والدینو څخه پوښتنه وشي، چې ستاسو تنکی ځوان له ماشومتوب څخه د تېرېدو او د تنکۍ ځوانۍ پړاو ته د رسېدو پرمهال، له خپل ځانه کوم ډول چال چلند ښکاره کوي، په احتمالي توګه د یاغي توب، بېباکۍ، ژر خپګان، حساس کېدل، غوسه کېدل او ... په څېر ځوابونو سره مخامخ کېږو. 
 
تاجیک روښانه کړه: د تنکیو ځوانانو ځانګړتیاوې په اروایي، چلندیزو، احساسي او ټولنیزو ځانګړتیاوو باندې وېشل کېږي، کولای شو ووایو، تنکی ځوان په دې ټولو ابعادو کې، د هغه ماشوم په پرتله، چې پېژانده مو، توپیر لري او کله وخت دا توپیرونه دومره زیاتېږي، چې ښایي والدین په خپګان او اندېښنې باندې اخته کړي. 
 
هغې زیاته کړه: هر فرد په تنکۍ ځوانۍ کې بېلابېل شرایط تجربه کوي، هېڅ یو تنکی ځوان بل ته ورته نه دی او هر یو د خپلې تنکۍ ځوانۍ کلونه، په بشپړه توګه فرد ته په منحصر ډول تجربه کوي. د والدینو شرایط او فرهنګي ځانګړتیاوې، له بېلابېلو لارو د تنکیو ځوانانو په وده باندې اغېزه کوي. 
 
دې ارواه پوه څرګنده کړه: په ډېری څېړنو کې تنکۍ ځوانۍ په دوو دورو باندې وېشي، لومړنۍ تنکۍ ځوانۍ، چې د ۱۲ او ۱۶ کلونو ترمنځ او د تنکۍ ځوانۍ وروستۍ دوره، چې د ۱۷ او ۲۰ کلونو ترمنځ ده، په دې دوره کې د بلوغ بدلونونه ډېر چټک او د پام وړ دي. د څو کلونو په ترڅ کې د یوه کوچني ماشوم بدن د یوه ستر انسان، چې بدن یې په بشپړه توګه وده کړې ده، بدلون کړی دی، د وراثت تر اغېزې لاندې هورموني بدلونونه، په بلوغ پورې اړونده وده تنظیموي. 
 
تاجیک زیاته کړه: په دې دوره کې، د خوب د مهال وېش پرمهال، چې د مغز له خوا تنظیمېږي، د شپې د رڼا پر وړاندې د عصبي حساسیت له امله بدلونونه رامنځته کېږي، د ځوانانو په بیولوژیکي ساعت کې دا بدلون د ځنډ شوي خوب سنډروم په نوم یادېږي، همدا دلیل دی، چې تنکي ځوانان د ماشومتوب د وخت په پرتله په ځنډ سره خوب ځای ته ځي، په هغه صورت کې چې په منځنۍ کچه یو ماشوم شاوخوا نهه ساعتونو خوب ته اړتیا لري او کله چې سهار ښوونځي ته د تګ لپاره ژر چمتو شي، نو خوب یې نه پوره کېږي. 
 
هغې زیاته کړه: دغه راز ننني تنکي ځوانان تر ډېره  ټلویزیون ننداره کوي، مجازي فضا کې بوخت دي او په خوب ځای کې د موبایل له لارې موسیقي اوري، په پایله کې ویلی شو، چې دوی د تېر نسل د تنکیو ځوانانو په پرتله کم ویده کېږي. هغه تنکي ځوانان، چې د خوب محرومیت لري، د سهار له مخې د خپلو کارونو په ترسره کولو کې کمزورې کړنې ترسره کوي او په احتمالي توګه کم زده کړه نیز پرمختګ هم لري، بې خوبه تنکی ځوانان له پراخو هیجاني، چلندیزو، ذهني او ټولنیزو ستونزو سره مخامخ دي، هغوی دغه راز د اوونۍ د وروستیو ورځو په رخصتۍ کې ډېر ویده کېږي، چې دا خوب د دې سبب ګرځي، چې راتلونکې شپې په ډېرې سختۍ سره ویده شي. 
 
دې ارواه پوه ټینګا وکړ: د خوب په ارزښت باندې د تنکیو ځوانانو پوه کول، ډېر زیات اړین او مهم دي. 
تاجیک د تنکۍ ځوانۍ پرمهال د دې ستونزو د حل لپاره داسې اشاره وکړه: په ټوله اوونۍ او رخصتیو کې، له خپل تنکي ځوان سره په یوه ثابت او منظم پروګرام باندې کا روکړئ، له هغه سره په مشورې د خوب او را ویښېدو یو وخت تنظیم کړئ، ترڅو وکولای شي منظم شپنی خوب ولري. 
 
د رخصتۍ په ورځو کې له مشخص وخت څخه تر یوه بریده زیات ویده کېدل کومه ستونزه نه لري او له دېرشو دقیقو څخه تر یو ساعت پورې د دوی بیولوژیکي ساعت ته زیان نه رسوي، خو اجازه مه ورکوئ، چې د رخصتۍ په ورځو کې دا پروګرام له یو ساعت څخه زیات وخت ونیسي. 
 
تاجیک زیاته کړه: تنکي ځوانان د نورو د نیوکې پر وړاندې حساس دي، په همدې دلیل هڅه وکړئ، چې د نورو پر وړاندې په خپل تنکي ځوان باندې نیوکې مه کوئ، که موضوع ډېره زیاته مهمه ده، نو تر هغه وخت په تمه پاتې شئ، ترڅو وکولای شئ له هغه سره په یوازې توګه خبرې وکړئ. 
 
دې ارواه پوه روښانه کړه: په اغراقي ډول په فرد پورې منحصر اوسېدل هم د تنکي ځوان یوه له ځانګړنو څخه ده. 
 
په فرد پورې د هغه منحصر اوسېدل ومنئ او په مناسب وخت کې ووایئ، کله چې تنکی ځوان وئ، نو دې ته ورته احساسات مو تجربه کړي، ترڅو په هغه کې متوازن احساس رامنځته او وې هڅوئ. 
 
تاجیک دغه راز زیاته کړه: په افرادو کې د تنکۍ ځوانۍ په دوره کې آیډیالېزم او د عیبونو پلټنه هم لیدل کېږي، د تنکیو ځوانانو مغرورانه هیلو او نیوکیزو نظرونو ته په زغم سره ځواب ورکړئ، په بل عبارت نیم ډک ګیلاس ووینئ او مثبت اړخونه په پام کې ونیسئ، له هغوی سره مرسته وکړئ، ترڅو نړۍ او افراد د ښېګڼو او بد ګړو یوه ټولګه وویني. 
 
هغې په ورځنیو تصمیم نیونو کې ستونزه د تنکۍ ځوانۍ د دورې یوه بله ستونزه وګڼله او زیاته یې کړه: د هغه لپاره له تصمیم نیونې څخه لاس واخلئ، له سمو تصمیم نیونو څخه بېلګه واخلئ او د ښېګڼو او بد ګړو په اړه د سیاست مدارانه سپارښتنو ټاکنې وړاندې کړئ. 
 
دې اراوه پوه وویل: هیله لرل، د عیبونو پلټنه او دوه زړي توب په تنکیو ځوانانو کې یوه بله ځانګړتیا ده، چې تر ډېره لویان په ځانګړې توګه والدین حیرانوي، خو باید په دې باندې پوه شئ، چې دا ټولې ځانګړتیاوې په اوږد مهال کې وده کوي او ګټورې واقع کېږي. 
 
تاجیک سپارښتنه وکړه: مه هېروئ، چې خپله آرامتیا وساتئ او له هغوی سره په چلند کې ډېر حوصله لرونکی، مهربان او منونکی واوسئ. تنکۍ ځوانۍ د اولادونو لپاره یوه له ننګوونو او بدلونونو ډکه دوره ده، له هغوی سره زموږ سم چلند، هغوی ته د خوندیتوب او آرامتیا احساس ورکوي، هغه په دې باندې باید پوه کړو، چې په دې له فشاره ډکه دوره کې یې ترڅنګ یو او احساسات یې درک کوو.