د چېک دولت به افغان او امريکايي پيلوټانو ته روزنه ورکړي

 د چېک د دفاع وزارت مرستيال (جيري سيديوي) وايي، چې د يوه نوي تړون له مخې به د چېک دولت افغان او امريکايي پيلوټانو ته په (مي ۱۷) ډوله روسي چورلکو کې روزنه ورکړي. د سيديوي په وينا د ۱۴.۵ ميليون ډالرو په لګښت به د دغه تړون له مخې ۳۶۰ تنو افغان او امريکايي پيلوټانو ته په مي ۱۷ ډوله چورلکو کې روزنه ورکړل شي، امريکا په پام کې لري د افغان پوځ لپاره ۶۰ دغه ډول چورلکې رانيسي. مي ۱۷ چورلکه د ناټو ځواکونو له خوا د افغانستان او عراق په جګړو کې کارول شوې او ډېره ښه نتيجه يې ورکړې. ناټو تر اوسه له روسيې څخه د دغه جګړو لپاره ۲۰۰ مي ۱۷ چورلکي رانيولي دي.