صبغت الله مجددي به د سترې محکمې رييس شی

 داسې ګونګسې اورېدل کيږي، چې حامد کرزی غواړي د مشرانو جرګې پخوانی رييس صبغت الله مجددي د سترې محکمې د رييس په توګه او فضل احمد معنوي د لوی څارنوال په توګه وټاکي او د سترې محکمې له رييس عبدالسلام عظيمي څخه ملاتړ وکړي چې د مشرانو جرګې رياست ترلاسه کړي.