له ميرويس نيکه تر نن؛ د افغانستان د ۳۰۰ کالو پاچاهان -لومړی ميرویس خان نيکه

ميرويس خان هوتک چې افغانانو ته ميرويس نيکه دی؛ په ۱۶۷۳ز کال کندهار کې زېږدلی وو. ميرويس نيکه د ښالم خان هوتک او نازو آنا زوی وو. ميرويس نيکه افغانانو ته يو د ټولمنليو مشرانو څخه دی. 
 
له ميرويس نيکه وړاندې درې پېړۍ له افغانانو خپلواکي اخېستل شوې وه او دغه ستر ملت په درېيو برخو وېشل شوی او درېيو پرديو دولتونو يرغل کړی وو. هغه مهال افغانستان د ماوراءالنهر د شیبانیانو، د هند د مغولي دولت او د فارس د صفویانو په لاس کې لوېدلی وو. 
 
د مغولو او صفویانو له جګړو وروسته، صفویان بريالي شول او کندهار يې ونېولو. شاه حسین صفوي، د صفویانو پاچا وو، هغې د ګرګين په نوم يو کس د کندهار والي وټاکلو. ګرګين پر افغانانو ظلم او ستم پيل کړ، افغان نجونې يې په زور په نکاح کولې او ځوانان يې غلام نېول. ميرويس نيکه د ګرګين په اړه څو ځلې د شاه حسين وزير ته شکايت وکړ، خو چا ورته اهميت ورنه کړ. 
 
ميروس نيکه چې د لوړ هوښ، فکر او عقل څښتن وو، اصفهان کې يې په صفوي دولت کې نفوذ پيدا کړ او ورپسې کندهار ته راغی. ميرويس نيکه کندهار کې د ګرګين د ظلمونو پر وړاندې افغانان راټول کړل او ورپسې يې ګرګين ووژلو. 
 
د ګرګين له وژل کېدو وروسته، ميرويس نيکه د افغانانو د مشرتوب لپاره له ټولو قومونو څخه په دې پار جرګه راوغوښتله چې مشر وټاکي. دې سره ټولو په غوڅ اکثريت سره ميرويس نيکه مشر وټاکلو او نوموړي له ۱۷۰۹ څخه تر ۱۷۱۵ کال پورې د افغانانو مشر پاتې شو.