زه یې کوی شم

مه وایاست چې مهم نه یم، ووایاست زه یې کوی شم. همدا نن پر خپلو وړتیاوو فکر وکړئ، دا چې تاسې څومره وړتیاوې او مهارتونه لرئ، یوازې تاسې یې هغه وخت اټکلولی شئ، چې کوم وخت لاس په کار شئ. دغه راز د خپلو چارو د ترسره کولو پر مهال که له زغم ګټه واخلئ، وبه ګورئ چې په ډېر لنډ او تنګ وخت کې تاسې ډېر کارونه کولای شئ. که نن بریالي او پرمختللي اشخاص تاسې په کومو موقفونو کې وینئ، دا بل څه نه دي، بلکې د ښوونځي پر مهال یې د کورنۍ ورته ښه پاملرنه او څارنه کړې ده. دغه راز د ښوونځي څخه د فراغت پر مهال ورته د لوړو زده کړو زمینه برابره کړې او بیا یې ورته د پوره ملاتړ تر څنګ پر بېلابېلو علمي، ټولنیزو او بېلابېلو ناستو او مجلسونو کې پراخې ونډې زمینه برابره کړې. دا ټول هغه څه دي چې د یو اغېزمن شخصیت پر جوړولو کې خورا ونډه لري.

نشم کولای، وس مې نه دی، دا جمله هر وخت مه وایاست، بلکې د اړتیا پر وخت یې ووایاست. 

ډېر وګړي داسې وي، چې هغوی ښې وړتیاوې لري، خو بیا هم ځانونه کمزوري بولي. هر کار ته یې چې مخ کوې، بس همدا یې ځواب وي، چې زه یې نشم کولای، دا زما له وسه نه ده پوره، په داسې حال کې چې دا به یو پیاوړی او شخص و اوسي. د دا ډول خلکو په ذهنونو باید کار وشي او د هغه بریالیبو انسانانو کیسې ورته واورول شي، چې په نشتو امکاناتو او سختو پړاونو کې یې مبارزه کړې، خو خپلو موخو ته یې ځانونه رسولي، یوه ډېره سولېدلې او کلیشه خبره ده: (هیچا د مور په نس کې یو څه نه دي زده کړي.) یعنې دا هر څه په یو جرأت سره ترسره کېږي، نو تاسې هېڅکله د نشم کلمه مه کاروئ، هڅه وکړئ چې لاس په کار شئ او بریا خپله کړئ.  ۸

که ژور فکرو، موږ ته دا ښه څرګندیږي، چې د انساني ژوند بریالیتوب په زحمت کې دی او هغوی بریالي دي چې د فرصتونو څخه په ګټې اخیستنې ځان د بریاوو تر پولو رسوي. 
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۷ – کارینګي، ډیل. ودیر، نوزاد الله. ( ۱۴۰۰ ل.) د زړورتیا رازونه، جلال آباد، ختیځ خپرندویه ټولنه. مخ:۹۱.