يو برتانوی سرتېری په هلمند کې ووژل شو

 د برتانيې د دفاع وزارت پرون ماښام په يوه خبر پاڼه کې دخپل يوه سرتېري د وژنې خبر ورکړ. په دغه خبر پاڼه کې ويل شوي، چې يو برتانوی سرتېری د هلمند ولايت په نهر سراج سيمه کې د عملياتو پر مهال ووژل شو. نور تفصيلات نه دي ورکړل شوي. د دغه سرتېري له وژل کېدو سره د برتانوي پوځيانو د مړو شمېر په افغانستان کې ۳۵۱ تنو ته ورسېد.