ولې د ورځې په اوږدو کې د وخت له کمښت سره مخ کېږو؟

په دې لیکنه کې غواړو په یوې مهمې موضوع باندې خبرې وکړو، ولې د ورځې په اوږدو کې د وخت له کمښت سره مخ کېږو؟  د دې لیکنې په دوام په اوونۍ کې د څلور ساعته کار تر عنوان لاندې له کتاب څخه تاسو ته یو مهم ټکی وایو، چې څه وکړو د وخت له کمښت سره مخ نه شو، تاسو هم کوم نیمګړی کار لرئ؟ ستړي شوي یئ، له دې چې فرصت نه پیدا کوئ، چې خپلو ټولو کارونو ته ورسېږئ؟ په یاد مو وي، چې د دې لیکنې لوستل کولای شي، ستاسو په راتلونکې کې یو ستر بدلون رامنځته کړي.
 
د دې لیکنې په دوام لاندې پوښتنو ته ځواب ورکول کېږي:
ـــ د پروګرام جوړونې کوم دفتر غوره دی؟
ـــ ولې انګېزه نه لرم؟
ـــ څه وکړم چې د وخت له کمښت سره مخ نه شم؟
ـــ په اوونۍ کې د څلور ساعته کار کتاب تر ټولو مهم ټکی څه دی؟
 
د وخت په کمښت کې تر ټولو مهمه پوښتنه
غواړئ څه ډول ژوند وکړئ؟ څه ډول عاید ولرئ؟ د نږدې اړیکې کچه مو تر کومې اندازې ښه وي؟  د مهربانۍ له مخې د پورته پوښتنو په اړه لږ فکر وکړئ، وړاندیز کېږي، د دې لپاره، چې د دې لیکنې له مطالعه کولو څخه ښه پایله ولرئ، نو ځوابونه د یوه کاغذ پرمخ ولیکئ، فکر وکړئ او په رښتینې توګه ځواب ورکړئ.
 
هغه کارونه، چې دمګړۍ یې ترسره کوئ، له خپل ځان سره، ستاسو لپاره د خوښې وړ ژوند راوړي. ډېری افراد ساده کارمندان دي او غواړي تر ټولو غوره موټر، کور او ... ولري، خو د هغوی دنده داسې ده، چې یوازې کولای شي ورځني لګښتونه ورکړي او ډېر کم پس انداز وکړي، چې د خپل هېواد له انفلاسیون سره نه شي کولای ستر بدلون رامنځته کړي، که په همدې حکم سره خپل تګلوري ته دوام ورکړئ، نو خپل د خوښې وړ ژوند ته رسېږئ؟
 
ولې انګېزه نه لرم؟
ولې د ورځې په اوږدو کې د وخت له کمښت سره مخ کېږو؟ په طبیعي توګه ډېر کار او کم وخت د دې سبب ګرځي، چې زموږ بدني ځواک را کم شي او موږ تګلوري ته د دوام ورکولو لپاره اړین جسماني شرایط ونه لرو.
 
له دې امله د انګېزې د ساتلو لومړنۍ تګلاره د خپلو  جسمي او روحي شرایطو لوړول دي، کله چې له خپلو روحي او جسمي شرایطو څخه ډاډه شولو، باید پیل یې کړو.
 
نه غواړم هڅوونکې خبرې وکړم، د انګېزې علم وایي: انګېزه له خوځښت او حرکت څخه رامنځته کېږي، کله چې انرژي نه لرئ او په خوب ځای کې پرېوتئ، د انګېزې د لرلو لپاره یې باید پیل کړئ. ډېری وخت داسې پېښ شوي دي، چې تاسو غوښتل د یوه کتاب څو مخه ولولئ یا لږ ورزش وکړئ، له څو دقیقو وروسته په دې باندې پوه شوئ او دې ته مو پام شو، له هغه څه څخه ډېر، چې فکر مو کاوه دوام مو ورکړ، که د کوم کار ترسره کولو ته مو زړه نه کېده، له خپل ځایه را پورته شئ او پیل یې کړئ، ترڅو انګېزه مو رامنځته شي.
 
د هغه څه په لوري چې غواړئ یې، سم ګام پورته کړئ
که غواړو خپلو خوبونو ته ورسېږو، نو باید ستر تصمیمونه ونیسو، هغه کارونه، چې ډېری خلک یې ترسره کوي، نو له ځانه سره ستره پایله لري. ستاسو کار څومره له نورو سره توپیر لري، چې خپل د خوښې وړ ژوند ته ورسېږئ؟
 
که ستر کارونه ترسره نه کړو، نو د نا اړینو کارونو په ترسره کولو باندې بوختېږو او د ورځې په اوږدو کې د وخت له کمښت سره مخ کېږو، هغه پوښتنې چې له تاسو نه وپوښتل شوې، نو په اوونۍ کې د څلور ساعته کار تر عنوان لاندې کتاب یوه برخه وه.
 
دا کتاب موږ ته وایي، چې بېلابېل ځواکونه وګمارو، ترڅو ستر کارونه ترسره کړو، باید یو درېیم شخص ته د کارونو د سپارلو وړتیا ولرو.
 
څه وکړو، چې د وخت له کمښت سره مخ نه شو؟
تاسو د دې لپاره، چې له خپل وخت او کار څخه خوند واخلئ، نو باید کافي انګېزه ولرئ، ترڅو د خپل ژوند مدیر او رهبر شئ، که غواړو لږ کار وکړو، باید د خپل ځان رهبري کول مو زده وي، دا چې څه وخت، څه تصمیم ونیسو، ډېر زیات ارزښت لري، په بل ګام کې، لومړی د انګېزې ساتل پیلوو او له هغې وروسته د خپل ځان د رهبرۍ لارې چارې زده کوو.
 
فکر وکړو، ترڅو د وخت له کمښت سره مخ نه شو
زموږ یوه اصلي ستونزه دا ده، چې فکر کوو په ډېر کار کولو سره کولای شو، چې په خپل ژوند کې د خوښۍ او رضایت ښې کچې ته رسېږو، خو که ډېر کار کوئ، نو باید په دې باندې پوه شئ، چې هېڅکله دا رضایت نه رامنځته کېږي.
 
د پروګرام جوړونې کوم دفتر غوره دی
د پروګرام جوړونې د دفتر ډېرې زیاتې بېلګې شتون لري، خو تر ټولو غوره یې کومه یوه ده؟ غواړم د دې پوښتنې ته ځواب ورکړم، د مهربانۍ له مخې یوه ژوره ساه وباسئ، د پروګرام جوړونې تر ټولو غوره دفتر باید په خپله د خپل ځان لپاره جوړ کړئ، موږ د پروګرام جوړونې له دفتر څخه کولای شو بېلګه واخلو او تر ټولو غوره یې خپل شخصیت ته په پام سره چمتو کړو، ډېری کسان د آنلاین دفترونو پر مټ پروګرام جوړونه کوي او ډېری یې د کاغذ پرمخ په لیکلو سره پروګرام جوړوي.
 
دا ستاسو کار دی، چې د پروګرام جوړونې د هر دفتر تر ټولو غوره څانګې وازمایئ او هر یو یې چې له یوې بشپړې اوونۍ وروسته ستاسو لپاره ګټور و، وټاکئ، بالاخره د خپلې پروګرام جوړونې په دفتر کې اصلاح شوی یې چمتو کړئ.
 
د ورځنیو کارونو د چک لېستونو بېلګه
آیا پوهېږئ، چې موږ د چک لېست په تړاو یو کتاب لرو، نو په دقیقه توګه د کتاب نوم چک لېست دی. ښایي باور مو ونه شي، چې چک لېست د بویېنګ هوایي شرکت یې ژغورلی دی، موږ له چک لېست څخه کولای شو په بېلابېلو کارونو کې ګټه واخلو. ولې د ورځې په اوږدو کې د وخت له کمښت سره مخ کېږو؟ ځکه ډېری وخت د کارونو د ترسره کولو لپاره چک لېست نه لرو او ځینې کارونه هېرېږي او له یوې مودې وروسته د بیړنیو او مهمو کارونو په برخه کې مېشتېږي.
 
څه وکړو چې وخت ولرو؟
د ډېری افرادو پوښتنه داده، څه وکړو چې وخت ولرو او د وخت له کمښت سره مخ نه شو؟ غواړم، چې په لسو مهمو ټکو باندې رڼا واچوم، چې تاسو د هغو په مراعات کولو او زده کولو سره وکولای شئ خپل وخت مدیریت کړئ، دا موارد ډېر زیات مهم دي او هر یو یې چې وینئ، له خپل ځان څخه پوښتنه وکړئ، چې زه په دې اړه تر کومه بریده بریالی یم.
 
۱ ـــ شخصي انضباط
۲ ـــ د موخې لرل
۳ ـــ سهار وخته له خوبه را پاڅېدل
۴ ـــ ورځنۍ پروګرام جوړونه
۵ ـــ د کارونو د لومړیتوب بندۍ مهارت
۶ ـــ ۸۰/۲۰
۷ ـــ له مړو وختونو څخه د ګټه اخیستلو ډول
۸ ـــ د وخت په کمښت کې ښه کیفیت او اندازه
۹ ـــ د کارونو د ترسره کولو لپاره چک لېست
۱۰ ـــ د تمرکز نه شتون
 
د پای خبره  
که په همدې توګه خپلو کارونو ته دوام ورکړئ، خپلو خوبونو ته رسېږئ؟ که ځواب «نه» وي، نو باید ستر تصمیم ونیسئ، ډېر کار او کم وخت د مهمو کارونو د ترسره کولو لپاره زموږ انرژي اخلي، خو څه وکړو، چې د وخت له کمښت سره مخ نه شو. په دې لیکنه کې مو په لسو مهمو تخنیکونو باندې رڼا واچوله، چې په مراعات کولو سره یې کولای شو، خپل وخت مدیریت کړو او نور د وخت له کمښت سره مخ نه شو. خوشاله، روغ او شتمن واوسئ.