په اوسنۍ زماني مقطع کې د چین د دوو مجلسونو پرېکړو ته د نړۍ پام

چین کې د دوو مجلسونو (ملي ولسي کانګرس او د ولسي سیاسي مشورتي کنفرانس ملي کمېټې) ناستې ډېر ارزښت لري او هر کال یوځل ترسره کېږي.
 
ملي ولسي کانګرس د واک تر ټولو ستره مرجع ګڼل کېږي چې د دغه هېواد د مختلفو پرګنو استازي پکې برخه لري او آن د هېواد د زعیم یا د دولت د رییس او مرستیالانو ټاکل، د اساسي قانون تعدیل، ترمیم او تصویب په شمول د مهمو برخلیک ټاکونکو چارو صلاحیت لري او غونډې يې هر کال په مارچ کې ترسره کېږي.
 
د دغه ارګان استازي په پنځو کالو کې یوځل ټاکل کېږي او دلته نه یوازې د دغه هېواد راتلونکې پالیسۍ او تګلارې ټاکل کېږي، بلکې د تېر کال لاسته راوړنې او د حکومت کاري راپور هم اورېدل کېږي.
 
سږ د ۱۴ملي ولسي کانګرس غونډه د روانې مارچ میاشتې په ۵مه د چین په پلازمېنه بېجینګ کې پيل او همدې میاشتې په ۱۳مه نېټه پای ته ورسیده.
 
په دې ناسته کې د حکومت کاري راپور د رايو په اتفاق سره تصویب او شي جین پينګ یوځل بیا د دغه هېواد د دولت د رییس په توګه وټاکل شو.
 
د ولسي سیاسي مشورتي کنفرانس ملي کمېټه بیا هماغه شان چې له نومه يې معلومېږي چې یو مشورتي کنفرانس دی د هېواد د مختلفو ګوندونو او ټولنو له استازو جوړ دی او حکومت ته د مهمو چارو په اړه مشورې ورکوي او دا ارګان هم هرکال په مارچ کې د ملي ولسي کانګرس سره هممهاله دایرېږي.
 
د چین د ولسي سیاسي مشورتي کنفرانس د ۱۴مې ملي کمېټې لومړۍ کلنۍ غونډه هم سږ کال د ملي ولسي کانګرس سره هممهاله پيل او د مارچ په ۱۱مې نېټې مازدیګر پای ته ورسېد.
 
د دغه هېواد د دولت رییس، د واکمن کمونیست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د چین د مرکزي نظامي کمیسیون رییس د ۱۴م ملي ولسي کانګرس د لومړۍ کلنۍ غونډې د پای په مراسمو کې وویل: د خلکو باور د پرمختګ لپاره ماته یوه لویه انګیزه راکړې او دغه راز يې یو دروند مسوولیت زما پر اوږو بار کړی، په اساسي قانون کې زما قید شوې دندې به په وفادارۍ ترسره کړم، د هېواد الزامات خپله دنده او د خلکو ګټې معیار ګڼم او په سرښندنې او زحمت ګاللو سره به د هېواد د مختلفو قومونو د خلکو او استازو لویې هیلې مایوسه نه کړم.
 
د چین دوو مجلسونو ته د نړۍ پام
 نړی چې اوس له ډېرو لوړو ژورو سره مخ ده، نو ځکه د چین د روان کال دواړو مجلسونو غونډو ته خاصه پاملرنه لري.
 
د نړۍ مشران د چین د دوو مجلسونو پرېکړو ته ځانګړی اهمیت په دې خاطر ورکوي چې چین د نړی تر ټولو ګڼ نفوسه او د نړۍ ستر نرم قدرت دی.
 
دغه دوه مجلسونه په حقیقت کې د نړیوالې ټولنې لپاره یوه کړکۍ ده چې له دې څخه چین درک او لا ښه وپېژني.
 
نړۍ له دې کړکۍ څخه د پرمختیا په برخه کې د چین لاسته راوړنې کتلی شي.
 
د رسنیو مسلکي یا حرفه يي کسان او دغه راز د نړۍ سیاستوال کولای شي چې د لومړي وزیر خبري کنفرانس یا دواړو مجلسونو غونډې د چین د مربوطه چینلونو له لارې واوري او د دغه هېواد په اړه ډېر ژور معلومات ومومي.
 
د دولت د کاري راپور په اورېدو سره په تېر کال کې د چین اقتصادي وده او نورې لاسته راوړنې موندلای شو او له بلې خوا په هغو اقداماتو هم پوهېدای شو چې د روان کال لپاره په پام کې نیول شوي دي.
 
له کابو درې کالو راهیسي د نړۍ  اقتصاد د کرونا وبا له منفي اغیزو سره مخ پاتې شوی، خو سږ کال چین د کرونا ویروس د وقايې او کنټرول پالیسي نرمه کړې او په دې سره اټکل کېږي چې د چین اقتصاد به پياوړی شي او دا به نه یوازې د چین لپاره بلکې د نړۍ پر اقتصادي ودې هم مثبته اغیزه وکړي.
 
بله خوا د اوکراین کړکېچ هم په نړۍ کې د تیلو او خوراکي توکو پر بیو اغیزه کړې او آن ځينې کار پوهان دا خبر داری هم ورکوي چې که دغه کړکیچ ختم نه شي نو اروپا ته يې د غځېدو خطر هم شته.
 
نو ځکه په روان کال کې د چین د دوو مجلسونو اهمیت فوق العاده دی او د نړیوالې ټولنې ډېر پام يې خپل کړی دی.
 
د چین د دوو مجلسونو سږنیو ناستو د چین د ټولنیزې او اقتصادي ودې لار نقشې رسم کړې او دغه راز يې د ۲۰۲۲ کال لاسته راوړنې هم نندارې ته وړاندې کړې دي.
 
د چيني رسنیو د معلوماتو له مخې دغه هېواد به تر ۲۰۲۳ کال پورې په اساسي ډول عصري سوسیالیستي موخه پوه کړي.
 
د روانې پېړۍ تر منځنیو به چین مرفه، قدرتمند، ډیموکراټیک، متمدن، هماهنګ او ښکلی لوی عصري سوسیالیستي هېواد شي.
 
د دغه هېواد خلک به د دویمې سل کلنې موخې پر لوري په نوي سفر کې د نوي فصل جوړېدو لپاره هڅې وکړي.
د چین د دولت رییس شي جین پينګ د دوو «قانون جوړونکي او مشورتي» مجلسونو د ناستو په جریان کې پر نوښت په تکيې سره د پرمختيا سټراټيژۍ پلي کېدو کې د چټکتيا پر اړتیا ټينګار کړی او ويلي يې دي چې د علم او ټنکالوژۍ په برخه کې لا ډېر قوت او ځان بساینې ته د رسېدو لپاره د هڅو زیاتېدل هغه لار ده چې چین يې باید د لوړ کیفیت پرمختیا لپاره ووهي.
 
له لس کاله ډېر وخت کېږي چې چین پر نوښت ولاړه پرمختیا سټراټيژي پيل کړې او اوس دې هېواد په نړیوال شاخص کې خپله رتبه چې په ۲۰۱۲ کال کې ۳۴مه وه، تر کال يې ۱۱ رتبې ته ځان لوړ کړی او دا کار د ۲۰۱۳ او ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ کلنۍ متوسطه اقتصادي وده ۶ اعشاریه ۶ ته رسېدلې او د نړۍ په اقتصادي وده کې د چین ونډه له ۳۰ سلنې زیاته شوې ده.
 
چین په عین وخت کې د علم او ټکنالوژۍ په برخو کې هم خپل قدرت پياوړی کړی او ژمنه يې کړې چې خپله ټکنالوژي به له نړیوالو سره شریکه کړي او د نړۍ د علم او ټکنالوژۍ په ښه کېدو کې به همکاري وکړي.
 
نتیجه ګیري:
چین په هر لحاظ د نړۍ لپاره یو ځانګړی اهمیت لري، که له اقتصادي پلوه وګورو نو د معتبرو اقتصادي سازمانونو د وړاندوینو له مخې چې د دغه هېواد اقتصادي وده د نړۍ د بل هر هېواد په پرتله زیاته اټکل شوې ده چې آن د نړۍ د اقتصادي ودې لپاره محرکه قوه ګڼل کېدای شي.
 
دغه راز لوی مصرفي بازار لري چې د خامو موادو تر ټولو ستر واردونکی او صنعتي هېواد دی چې په دې وجه د نړۍ د اقتصاد لپاره ډېر مهم شمېرل کېږي او هېڅوک يې دغه اهمیت له پامه نشي غورځولای.
 
دغه راز په ټکنالوژۍ کې د نړۍ مخکښ هېواد دی او تر ټولو مهمه يې دا ده چې دا هېواد په ډاګه وايي چې خپله ټکنالوژي او تجربې به له نړۍ سره شریکې کړي او په دې برخه کې هېڅ شی پټ نه ساتي.
 
همدارنګه لوی نفوس لرونکی، لوی اقتصادي قدرت، د ټولې نړۍ پرمخ د خپلو پولو پرانیستونکی هېواد دی او همدا وجه ده چې د نړۍ مختلف پانګوال علاقه لري چې په دې هېواد کې پانګه واچوي.