د روغتیا لپاره د ژړا حیرانونکې ګټې

ژړا کول د دودیز تصور پرخلاف، چې تل د ژوند په تر ټولو سختو شرایطو کې رامنځته کېږي، تل بد نه دي.
ژړا زموږ له دننیو احساساتو څخه سرچینه اخلي، د ترسره شویو څېړنو پربنسټ، د نارینه و په پرتله ښځینه ډېرې ژاړي، د امریکا په متحده ایالتونو کې د یوې نظر پوښتنې پر بنسټ ښځینه په منځنۍ کچه په میاشت کې ۵/۳ ځله او نارینه ۹/۱ ځله ژاړي، د ښځینه و د بې دلیله ژړا لامل په میاشتنۍ ناروغۍ او دغه راز د امیندوارۍ پرمهال  هورموني بدلونونه دي، په داسې حال کې، چې نارینه ډېر کم په هورموني بدلونونو باندې اخته کېږي.
 
د ژړا ګټې څه دي؟
ژړا د بدن د روغتیا او سلامتیا لپاره بې شمېره ګټې لري، د ژړا تر ټولو مهمې ښېګڼې عبارت دي له:
 
د بدن پاکول
په زړه پورې ده پوه شئ، د بدن لپاره د ژړا یوه ګټه، له بدن څخه د زهرجنو مواد پاکول دي، ژړا هغه مهال رامنځته کېږي، چې په ډېر زیات هیجان باندې اخته شوی یاست؛ اوس شونې ده، چې دا هیجانات د ښو یا بدو او ترخو پېښو له امله رامنځته شوي وي، په دې حالت کې د سټرس هورمونونه (اډرینالین او کورټیزول) په یو مخیز ډول په بدن کې زیاتوي.
 
اوښکې له سترګو څخه اضافي څیزونه، لکه ګرد و غبار وینځي، دغه راز هغه اوښکې، چې د ژړا پرمهال تویېږي، د مکروبونو پر وړاندې د سترګو د ساتنې سبب ګرځي. په احساسي اوښکو کې د سټرس هورمونونه او نور زهرجن مواد شتون لري، چې په راوتلو سره، د سترګو له لارې دا مواد له بدن څخه پاکوي، البته دا موضوع لا ډېرو څېړنو ته هم اړتیا لري.
 
ذهني آرمتیا
د ژړا یوه بله ګټه د سټرس کمول او درملنه ده، ژړا د خپل ځان د آرمتیا لپاره، د بدن یو له غوره میکانیزمونو څخه دی. څېړونکي په دې باور دي، چې ژړا د پاراسمپاتیک عصبي سیستم (PNS) د فعالېدو سبب ګرځي. PNS  د بدن له استراحت او د اروایي دردونو له آرامتیا سره مرسته کوي.
 
کله چې د سخت  روحي یا جسمي درد له امله ژاړئ، په روحیه باندې مثبته اغېزه کوي، په حقیقت کې د ژړا کولو یوه له اغېزو څخه، روحي او رواني آرمتیا ده، ځکه ژړا د اوږدې مودې لپاره په بدن کې د اکسي توسین هورمون د آزادېدو سبب ګرځي، له دې وروسته په بدن کې انډروفین ترشح کېږي، چې د جسمي او اروایي درد له آرامتیا سره مرسته کوي.
 
د خوب منظمول
ښایي ستاسو لپاره لږ څه په زړه پورې وي، چې پوه شئ، ژړل حتا په خوب باندې مثبته اغېزه کوي. په ۲۰۱۵ زېږدیز کال کې په نویو زېږیدلو ماشومانو باندې یوې څېړنې څرګنده کړه، کله چې ژاړي، نو په ښه توګه کولای شي، چې ویده شي، د ژړا دا ګټه د لویانو لپاره هم په همدې کچه ده، ژړا د روحي درد د آرمتیا او د ژور خوب لپاره د روحینې د پیاوړتیا سبب ګرځي.
 
له سترګو څخه ساتنه
د ژړا نه کولو تر ټولو لوی زیان د سترګو لپاره دی، ځکه ژړا کول د بکتریاوو د له منځه وړلو او د سترګو د پاکېدو سبب ګرځي. په اوښکو کې د «لیزوزیم» په نامه مایع  شته، چې د میکروب ضد خاصیت لري، دغه راز ژړا له بیوترور څخه د رامنځته شویو خطرونو لکه، انټراکس له کمولو سره مرسته کوي.
 
له بلې خوا که ژړا لږ وي، د سترګو د لندو ساتلو سبب ګرځي، دا موضوع تر ډېره د مخاطي غشا له وچېدو څخه مخنیوی کوي.
 
آیا ژړا د مخ د ګونځو سبب ګرځي؟
ژړا زموږ له منفي یا مثبتو احساساتو څخه سرچینه اخلي، چې په یوه شېبه کې هیجاني کېږو، په پوستکي باندې د اوښکو بهېدل د پوستکي د ګونځې کېدو او خرابېدو سبب نه ګرځي، تاسو که حتا هره ورځ هم وژاړئ، دا ژړا په پوستکي باندې هېڅ مثبته او منفي اغېزه نه کوي.
 
هغه څه چې ستاسو پوستکي ته زیان اړوي، له بریده زیات سټرس او هیجانات دي، ځکه د کولېجن کمښت د پوستکي د ګونځې کېدو او د پوستکي د لوېدو سبب ګرځي، له دې امله ژړل د مخ د پوستکي د غورځېدو سبب نه ګرځي.
 
آیا ډېره ژړا د سترګو د وچېدو سبب ګرځي؟
د ژړا په ټولو ګټو سربېره، نباید په دې کار کې افراط وشي. د ژوند ستونزې که هر څومره په تاسو باندې فشار راولي، ژړل د حل مناسبه لاره نه ده. ژړا تر یوه بریده کولای شي د روحي درد د تسکین، د ذهني آرامتیا او حتا د سترګو د روغتیا سبب شي، خو که په دې کار کې افراط وکړئ، د سترګو اوبه وچېږي.
 
آیا ژړا د خپګان سبب ګرځي؟
که له روحي یا جسمي درد څخه وروسته، ژړا په کافي اندازه او لږ تر لږه د څو دقیقو لپاره وي، د خپګان له کمښت او د روحي درد له آرامتیا سره مرسته کوي، خو که چېرې ټاکل شوې وي هره ورځ د ساعتونو لپاره په یوه ګوښه کې کېنئ او خپل ځان ورټئ او په نورو باندې لعنت ووایئ، له اندېښنې او خپګان پرته، له خپل ځانه سره بله پایله نه لري.
 
ژړا د شاوخوا موضوعاتو او پدیدو پر وړاندې زموږ د دننني حس او حالت غبرګون دی. که د یوې موضوع په اړه له بریده زیات حساسیت ښکاره کړئ، نو په ناخبره توګه دا حساسیت مو په ټول وجود کې خپرېږي، اوس تصور وکړئ، که دا موضوع یوه ترخه پېښه وي، نور به مو له ذهن څخه جلا نه شي.