له بې ادبه همکار سره تر ټولو هوښیارانه چلند

که په کارځای کې بې ادبه همکار لرئ، چې چلند یې ستاسو لپاره د زغم وړ نه دی، باید پوه شئ، چې له دې افرادو سره چلند، ځانګړې لارې چارې لري.
 
له بې ادبه همکار سره د چلند تر ټولو ښه او هوښیارانه بڼه
په احتمالي توګه له تاسو څخه ډېری کسان په کار ځای کې له خپلو همکارانو سره شخړه لرئ او چلند یې نه خوښوئ؛ خو کله وخت ځینې افراد له خپل همکار سره بد چلند کوي او کارونه په یو نه یو ډول بې ادبانه دي. په دې لیکنه کې هوډ لرو توضیحات ورکړو، که همکار مو ستاسو پر وړاندې بې ادبي وکړه، له هغه سره څنګه چلند وکړئ.
 
په خصوصي فضا کې خبرې کول
تر ټولو مستقیمه او ښه لاره داده، چې د پام وړ فرد سره یوه مؤبادنه مکالمه ولرئ او هڅه وکړئ، چې ناسم پوهاوی لیرې کړئ، په یوه خصوصي فضا کې خپل ستونزه ووایاست او احساس مو بیان کړئ او په ډېره منطقي توګه ورسره خبرې وکړئ.
 
د چلند د لامل پیدا کول
څو دقیقې وخت په پام کې ونیسئ، څو شېبې د هغو شرایطو په اړه، چې د دې چلند سبب شوي دي، فکر وکړئ، د مقابل لوري د بې ادبانه چلند لامل پوښتنه وکړئ او دغه راز وپوښتئ، چې ولې دا ډول چلند کوي، په نظر باندې یې خپل ځان پوه کړئ او حالت ته د خپل همکار له لیدلوري هم وګورئ، چې آیا کولای شئ د هغه د دې چلند لامل لیرې کړئ او که نه.
 
له یوه اعتماد وړ فرد څخه پوښتنه کول
په خپل یوه بل همکار پسې وګرځئ، چې پرې ډېر زیات اعتماد لرئ؛ نو له هغه څخه وغواړئ، چې شرایط وڅاري او وګوري، چې آیا هغه هم تاسو ته ورته نظر لري یا نه، یانې د هغه له نظره همکار مو له تاسو سره بې ادبي کوي یا تاسو حساس شوی یاست او شرایط ډېر زیات جدي نیسئ.
 
له شرایطو او چاپېریال څخه واټن اخیستل
یوه بله تګلاره، چې کولای شئ ترسره یې کړئ، دا ده، چې لږ څه له هغو ځانګړو شرایطو څخه لیرې شئ او واټن رامنځته کړئ او دې چلند ته له بلې زاویې څخه وګورئ او په پام کې یې ونیسئ او له دې وروسته وګورئ، چې آیا د مقابل لوري په چلند کې بدلون رامنځته کېږي او که نه؛ له بل لوري دا پېښه مرسته کوي، ترڅو منطقي فکر وکړئ او تصمیم ونیسئ.
 
د تعامل او اړیکو محدودول  
یو بله لاره چاره، چې د دې سبب ګرځي، مقابل لوری له خپلې بې ادبۍ څخه لاس واخلي، دا ده، چې له هغه سره خپل تعامل محدود کړئ او هڅه وکړئ، چې له هغه څخه واټن واخلئ او یوازې په اړین وخت کې له هغه سره اړیکه ټینګه کړئ.
 
د اسنادو او مدارکو راټولول
که دې ته مو پام شو، چې همکار مو په دوامداره توګه بې ادبي کوي او تاسو نه شئ کولای، چې چلند یې کنټرول کړئ، نو غوره ده، چې له دې بې ادبانه چلند څخه سند او مدرک ولرئ، ترڅو وکولای شئ له خپل ځان څخه دفاع وکړئ، یا له دې مسئلې څخه پورته مقام خبر کړئ.
 
د شوخ طبیعتۍ له حس څخه ګټه اخیستنه
که داسې احساس مو وکړ، چې مقابل لوری غواړي بې ادبي وکړي، له هغه څخه واټن واخلئ او په هغو شرایطو کې، چې اړ هم وئ، ترڅنګ یې ودرېږئ، نو هڅه وکړئ، چې بحث په شوخ طبیعتۍ سره تېر کړئ او د خپلې شوخ طبیعۍ له حس څخه ګټه واخلئ، ځکه صمیمانه مُسکاوې او ټوکې کولای شي، له بې ادبانه چلند څخه رامنځته شوې شخړه او خپګان له منځه یوسي.
 
له مدیر سره خبرې کول
یوه بله تګلاره دا ده، چې له سرپرست یا مدیر سره خبرې وکړئ او له هغه څخه وغواړئ ترڅو خبرو ته مو غوږ ونیسي؛ له دې وروسته کوم اسناد او مدارک، چې لرئ هم وړاندې کړئ، هغه کولای شي تاسو ته د داسې لارو چارو وړاندیز وکړي، ترڅو وکولای شئ پرمټ یې له خپل بې ادبه همکار سره چلند وکړئ او دا چانس به هم ولرئ، چې تشخیص کړئ، آیا لا ډېرو اقداماتو ته اړتیا شته او که نه.
 
د شرایطو د موقتي اوسېدو په اړه فکر کول
ځینې نورې تګلارې، چې د دې سبب ګرځي، په ډېرې هوساینې سره دا مسئله ومنئ، د دې موضوع په اړه فکر کول دي، چې شرایط د لنډې مودې لپاره دي او ټاکل شوې نه ده، چې تل وي. کله چې متوجه شوئ، چې دا شرایط بالاخره یوه ورځ پای ته رسېږي، نو په ډېرې هوساینې سره یې شاته غورځوئ. هڅه وکړئ، د هغه لیدلوری، چې له خپل ځان څخه یې دا چلند ښکاره کړی دی، په پام کې ونیسئ، دا احتمال شتون لري، چې همکار مو له ننګوونو او ستونزو سره مخامخ شوی وي، چې د دې چلند سبب شوي دي.
 
د مسایلو نه شخصي کول
تاسو باید خپل حواس را ټول کړئ، چې مسایل د خپل ځان لپاره ډېر زیات شخصي نه کړئ او په خپل ځان پورې تړاو ورنه کړئ، آرامتیا مو وساتئ؛ تمرکز او انګېزه مو لوړه وساتئ او د خپل مسلک او کار په اړه فکر وکړئ او د پخوا په پرتله په ځواکمنه توګه خپل کار ته دوام ورکړئ.