فرهنګ یو له رنګارنګیو ډک کاروان دی، چې د یوې ټولنې خلک پکې ځانونه په بېلابېلو ډولونو ښيي. انسان په همدې غېږه کې لوییږي، روزل کېږي، له خامۍ څخه د پخوالي لوري ته ځي. ځان په دې فرهنګ کې په شعوري او لاشعوري توګه محوه کوي، له دې سره د فرد شخصیت، فکر، تګلاره او د ژوند ډیری اړخونه پکې راڅرګندیږي. دا ټول د فرد په روان او ټولنیز چاپېریال اغېز کوي.
انسان له فرهنګ سره یو تړلی تړاو لري، هر څومره یې چې د ژوند زاويې بدلیږي، په ټولیزه توګه همدا څیزونه پکې برملا کېږي. انسان باید د همدې فرهنګ څخه د ټولنې له نبضي جوړښتونو ځان اګاه کړي؛ ترڅو په ټولیز فکر او تصور کې د فرهنګ په رڼا کې د تحول او بدلون نښې رابرسېره کړای شي. انسان چې څومره له ټولنې سره تړاو لري لویه برخه یې همدا فرهنګ جوړوي، دا ځکه چې د انسان له رواني اړخ سره نغښتی. د فرهنګ ځینو برخو ته د نقد په سترګه کتل پکار دي، چې دا د ټولنې په ټولو اړخونه خپل اغېز پرېباسي. یعنې په دې مانا چې د فرهنګ ستونزې د شته شرایطو په رڼا کې نقدول پکار دي. باید نقد د دې لامل نه شي، چې ټولنه کې درز پیدا شي، بلکې د سمون لامل یې شی، چې فرد، کورنۍ او د ټولنې سمون د ټولنې د انسجام او فرهنګ په بډاینه کې خپل رول ولوبوي.
انسان غواړي او که نه غواړي دا یو اصل دی، چې ځینې بهرنی فرهنګونه د کتاب، ډرامې، فیلم، سوداګرۍ، تګ راتګ او د ژبو د زده کړې له لارې له یوې ټولنې څخه بلې ته راځي. انسان د همدې لاملونو له کبله په ذهني لحاظ اغېزمنیږي، چې دا د ټولنې د افرادو ترمنځ درز او وصل لارې پرانیزي؛ نو په ټوله کې ویلی شو، چې انساني ژوند د فرهنګ له هر اړخه اغېزمن دی، دا اغېزمنتیا بیا د انسان د ژوند په ټولو اړخونو کې برملا کېدای شي.
د فرهنګونو تګ راتګ هغه وخت مثبت تمامېدای شی، چې د علم، د ټولنیز فکر انسجام، د زغم یو بل منلو جامه کې راشي. له دې سره به په ټولنه کې د پوهې کچه لوړه او د نورو له تجربو ګټه واخستل شي، چې دا د فرهنګ په بډایتوب کې اغېزمن رول لوبولی شي.
وروستي