۲۰۲۳ کال: د چین د عظیم اقتصاد د بیا حرکت پيل

 
کووید۱۹ ویروس چې کابو درې کاله وړاندې د بشر له خوا تشخيص شو، په نړۍ کې يې د ګڼ شمېر کسانو د ژوند پر اخیستلو سربېره، نړیوال اقتصادي او مالي سیسټم هم سخت اغېزمن کړی دی.
 
 ۲۰۲۲ ټول کال او د ۲۰۲۳ میلادي کال په پیل کې د نړۍ اقتصاد د مختلفو ستونزو لکه د اوکراین جګړه، د امریکا د مرکزي بانک د سود بيې زیاتېدل، د نړۍ تورم، د انرژۍ او خوړو بحران هغه موارد دي چې د نړۍ اقتصاد ورسره لاس او ګرېوان دی.
 
د نړۍ اقتصادي او مالي نهادونو د اعتراف له مخې په نړۍ کې د کرونا ویروس له تشخیص وروسته تېرو درېیو کلونو کې د چین اقتصاد د دغه وبا له منفي اغېزې مستثنا نه و، خو په دې برخه کې د چین د حکومت د معقول سیاست په وجه د دغې اغیزې شدت د نړۍ د نورو اقتصادونو په پرتله کم و.
 
سږ کال چین د کرونا وبا د مخنيوي او وقايې په اړه پالیسي نرمه کړه او ورسره نړیوالو اقتصادي بنسټونو اټکل کړی چې د چین اقتصاد به پياوړی او د نړۍ اقتصاد ته به مثبته انرژي ور وبښي.
 
د چین د اقتصاد د ښې راتلونکې په اړه اټکلونه:
یو شمېر معتبر نړیوال نهادونه اټکل کوي چې د چین اقتصاد به ښه راتلونکې ولري.
د موډیز (Moody's) په نوم د ارزیابۍ نړیوال سازمان (د نړيوال اقتصادي پرمختګ وړاندوينه کړې او په سږني او راتلونکي کال کې يې د چين د اقتصادي پرمختګ وړاندوينه له ۴ سلنې څخه ۵ سلنې ته پورته کړې ده.
 
دغه سازمان په خپل راپور کې ويلي: د چين حکومت د کرونا وبا ضد تګلارو په تعدیلولو سره د خپلو اقتصادي چارو فعالیت بېرته اعاده کړی او بېلابېلې اړتیاوې، په تېره بیا د خدمتي چارو ضرورتونه يې په لوړېدو دي.
 
راپور وايي، چې د روان کال په پسرلي کې ښايي د دغه هېواد مصرفي لګښت کې بېرته زياتوالی راشي او سيلانيزې چارې به يې تر ټولو زياتې ګټې ولري.
 
سرچینې دغه راز ويلي، په لنډه موده کې به د چين اقتصادي پرمختګ له اټکله زیات خوځښت وکړي.
په یاد راپور کې راغلي، اټکل کېږي
په روان او راتلونکي کال کې به د امريکې اقتصادي پرمختګ ۰.۹ او ۱.۱ سلنه، د اروپا اقتصادي پرمختګ يې ۰.۵ او ۱.۲ سلنه او د جاپان اقتصادي پرمختګ به ۱.۵ او ۱ سلنه زيات شي.
 
د پیسو نړیوال صندوق هم اټکل کړی چې په ۲۰۲۳ کال کې به د نړۍ د اقتصاد وده ۲ اعشاریه ۷ سلنه کمه شي خو چین به ښايي له ګوتو په شمار لویو هېوادونو څخه وي چې په ۲۰۲۳ میلادي کال کې د خپل داخلي ناخالص تولید وده د ۲۰۲۲ کال په پرتله زیاته کړي.
 
د پیسو نړیوال صندوق د اټکل له مخې په ۲۰۲۳ میلادي کال کې به د چین اقتصادي وده څه باندې ۵ سلنه وي چې د همدې صندوق له خوا د نړیوال اقتصاد ودې په پرتله دا وده فوق العاده ده.
 
دې ته په پام سره چې چین د نړۍ دویم لوی اقتصاد دی او په نړۍ کې د شیانو تر ټولو ستر سوداګر دی، نو اقتصادي وده يې د نړیوال اقتصاد لپاره اغېزمنه ده.
 
چیني اقتصاد پوهان او سوداګریز شرکتونه هم په دې باور دي چې په روان ۲۰۲۳ ميلادي کال کې به د چین اقتصاد لا ښه شي.
 
د «مرک چاینا» شرکت رییس آن ګائوبو ويلي: د چین ستر اقتصاد د ښه کېدو په حال کې دی او تمه کېږي چې ۲۰۲۳ کال د چین د اقتصاد د لويې بېړۍ د خوځېدو لامل شي، خپل قدرت بېرته احیا کړي او ټکنالوژي پکې مهم رول ولوبوي.
ده ویلي تمه کېږي د چین کلنۍ ودې بیه له ۵ سلنې زیاته شي.
 
د بېجینګ پوهنتون د ملي اقتصاد تحقیقاتي مرکز مدیر سوجیان هم ویلي چې د کروناویروس د وقایې او مخنیوي پالیسۍ نرمېدو ته په پام سره به ۲۰۲۳ میلادي کال کې د چین صنعیتي قدرت بېرته احیا شي.
 
د کرونا ویروس سره د مبارزې پالیسۍ په نرمېدو سره د الوتکو ټیکټونو بيې لوړې شوې او نړۍ چیني سیلانیانو ته انتظار کوي.
 
د چین د خلکو بانک (People's Bank of China) اعلان کړی چې په روان ۲۰۲۳ میلادي کال کې به د دغه هېواد اقتصاد لا ښه شي.
 
دغه بانک د ۲۰۲۲ ميلادي کال په څلورمه ربع کې د خپل پولي سیاست په ارزیابۍ سره اعلان وکړ: موږ به د تورم په بهیر کې بدلون ته ډېره پاملرنه وکړو، د خوراکي موادو او انرژۍ د قیمت او د عرضې له ثباته به ملاتړ وکړو او د بیو کچه به ثابته وساتو.
 
خو له دې ټولو سره سره چین مناسب اصول خوندي کړي او د لوړ کیفیت وده يې تعقیب کړې ده.
د چین د اقتصاد پتانشیل او انعطاف پذيرۍ نړیوالې ټولنې ته هیله ور بښلې ده.
 
د نړیوالو پانګوالو لپاره د چیني بازار جذابیت
د چین د حکومت معقول اقتصادي سیاستونه د دې لامل شوي چې نړیوال پانګوالو لپاره د دغه هېواد بازار ډېر جذابیت لري.
 
د دغه هېواد د وارداتو نړیوال نندارتون چې هرکال د نوامبر په ۴مه په شانګهای کې ترسره کېږي، تېر ميلادي کال (پنځم نندارتون) کې سره له دې چې پر نړیوال اقتصاد د کرونا اغېزې موجودې وې، خو د چیني رسنیو د معلوماتو له مخې په دې نندارتون کې د ۱۲۷ هېوادونو او سیمو څه باندې ۲۸۰۰ تصدیو ګډون وکړ.
 
په دې شپږ ورځني نندارتون کې ۴۳۸ نوي تولیداتو، تخنیکونو او خدماتو نمونې نندارې ته وړاندې شوې.
 
په دې نندارتون کې د چین ۴۳ حکومتي او صنعتي پلاویو او ۷۰۰ څانګو تولیدات اخیستي او د سوداګریزو معاملو تړونونه يې لاسلیک کړي دي او د نړۍ څه باندې ۴۰۰۰ متوسطو او کورچنیو تصدیو د سوداګرۍ او پانګونې په کنفرانس کې د ګډون لپاره نومونه ثبت کړي وو.
 
دغه راز د ۷۳ میلیارډ او ۵۲۹ میلیون ډالرو په ارزښت معاملې پکې شوې دي او د وړم کال په پرتله يې اندازه ۳ اعشاریه ۹ سلنه زیاته شوې ده.
 
چین د نړۍ د لوی مصرفي بازار په توګه او د بهرنیو پانګوالو او له ۱۳۰ ډېرو هېوادونو او سیمو ستر تجارتي شریک ګڼل کېږي، نو ځکه يې اقتصادي پياوړتیا د ټولې نړۍ په ځانګړې توګه د سیمې هېوادونو منجمله افغانستان لپاره همهمه ده.
 
چین د روان میلادي کال له پيله د کرونا ویروس ضد مبارزې تدابیر نرم کړل او په دې سره يې اقتصادي او عایداتي سرچينې په چټکۍ سره د کرونا وبا د رامنځته کېدو څخه مخکيني وخت ته د ستنېدو په حال کې  دي.
 
دا چې پسرلنی اختر د چینایانو لپاره ډېر مهم دی او په دې ورځو کې ټول چینایان سفرونه کوي نو ټرافیک ډېر مشغول وي او طبیعي ده چې څومره ټرافیک مشغول وي په هماغه اندازه يې عاید هم زیاتېږي.
 
د هغو معلوماتو له مخې چې د فبرورۍ په ۱۶مه د چین د ټرانسپورټ وزارت خپاره کړي، د پرسرلني اختر په شاوخوا ۴۰ ورځو کې ۴ میلیارډ او ۷۳۳ میلیون کسانو سفرونه کړي او دغه اندازه د ۲۰۲۲ میلادي کال د همدې مودې په پرتله ۵۰ سلنه زیاته شوې ده.
 
دغه راز په دې موده کې د چین او اروپا ترمنځ ۱۸۰۲ ځله اورګاډو سفرونه کړي او ۱۹۰ زره کانټینره مالونه يې وړي راوړي.
 
د چین رسنیو د معلوماتو له مخې د روان ۲۰۲۳ میلادي کال یوازې په جنورۍ میاشت کې له اروپا سره د دغه هېواد د سوداګریزو مالونو اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۳ سلنه زیاته شوې ده.
 
پایله:
حقیقت دا دی چې نړۍ په واقعي معنا د یوه کلي حیثیت لري او که موږ وغواړو او یا ونه غواړو ټول انسانان ګډ برخلیک لري، د کرونا ویروس په شان وباوې، د اوکراین په شان جګړې او اقليمي بدلون يې ښه ثبوت دی چې اغېزې ټول بشر يې اغېزمن کړی.
 
که چین یا کوم بل هېواد د پورته ذکر شویو مواردو د اغېزو لپاره کار او زحمت ګالي باید وستایل شي.
 
د پیسو نړیوال صندوق په شمول د ټولو معتبرو نهادونو باور دا دی چې د چین اقتصادي پياوړتیا د نړۍ پر اقتصاد مثبته اغېزه کوي، د دې معنا دا ده چې د چین د اقتصادي او مالي ارګانونو زحمتونو ګټه په مستقیم او غیر مستقیم ډول د نړۍ هر وګړي ته رسېږي.
 
په تېره بیا زموږ ګران هېواد افغانستان چې اوس تازه له اوږدې غمېزې راوتلی او اقتصادي بنسټونو د بېرته جوړېدو لپاره يې تازه ګامونه پورته کېږي، د چين اقتصادي پياوړتیا له هره اړخه ګټه لري.
 
موږ له چین سره ګډه پوله لرو نو له دې سترګې نشي پټېدای چې د دغه هېواد پياوړتیا به موږ ته په نورو وچو کې پرتو لرې هېوادونو په پرتله ډېره ګټوره وي