لومړنۍ مصنوعي جزيره 

نړۍ کې د لومړي ځل لپاره په شمالي سمندر کې مصنوعي جزيره جوړيږي. دغه جزيره به د برېښنا او انرژي د توليد مرکز وي. ياده جزيره د سمندر منځ کې جوړيږي او مېلياردونه ډالر لکښت پرې کېږي.
 
دغه جزيره ۲۸۱ کيلومتره مربع پرخوالی لري، چې د انرژي د توليد لپاره پر درېيو سترو مرکزونو وېشل شوې ده. دې مصنوعي  جزيره کې هوايي ډګرونه او د اورګاډې پټلۍ هم  پلان شوې دي. 
 
نړۍ کې ددغه مصنوعي جزيرې چارې راتلونکي ۲۰۲۴ کال کې پيليږي، چې تر ۲۰۳۰ پورې به بشپړې او د نړۍ په تاريخ  کې به لومړنۍ  مصنوعي جوړه شوې جزيره اوسي.