روغتيايي مشوره: ميوه دې له ډوډۍ وړاندې که وروسته وخوړل شي؟ 

افغانستان او ځينو نورو نېږدې هېوادونو کې سل  - سلنه دود ده،  چې ميوه د غرمې او شپې ډوډۍ وروسته خوړل کېږي. اوس، په روغتيايي بنسټ سره کوم وخت غوره دی، چې په کې ميوه وخوړل شي؟ 

که چېرې ميوه له ډوډۍ مخکې وخوړل شي، نو د نورو ګټو ترڅنګ يې دوه ډېرې مهمې او روغتيايي دي. له ډوډۍ مخکې د ميوې خوړل د هاضمې سېسټم غذا ته لمسوي او همدا ډول د خواړو جذب لپاره د هاضمې سېسټم غړي برابروي. 

له ډوډۍ وروسته د ميوې خوړل هم کوم ځانګړی روغتيايي زيان نه لري، خو هغه روغتيايي ګټې چې له ډوډۍ مخکې ميوې خوړل يې لري، هغه له ډوډۍ وروسته ميوې خوړلو کې نشته.