ماشوم ته مو دا جملې ووایاست

کله وخت په تېروتنې سره ماشومان لویان ګڼئ او له هغوی سره د کنایې پرمټ خبرې کوئ، داسې فکر کوئ، چې هغوی په استعارې باندې ډېر ښه پوهېږي، په داسې حال کې، چې تر ټولو غوره حالت دا دی، چې له هغوی سره په ډېره ساده توګه او په خپله ژبه یې خبرې وکړئ.
 
هغوی اړتیا لري، چې ستاسو مینه په خپلو غوږو واوري، مه وایئ، چې ماشوم چاپړوس کېږي، ماشوم اړتیا لري، چې حتا خوندیتوب واوري، له دې امله باید په کلیمو کې مو همدردي، مینه او خوندیتوب روان وي. ماشوم ستاسو دوست، آشنا او د ژوند شریک مو نه دی، چې ووایئ خپله باید پوه شي، تاسو باید د ځینو جملو په بیانولو سره، هغه په ډېرو زیاتو مفاهیمو باندې پوه کړئ، ځکه داسې جملې شتون لري، چې هر ماشوم یې اورېدو ته اړتیا لري. د دې لپاره، چې پوه شو ستاسو کومې جملې، ستاسو د ماشوم په ژوند کې مثبت حیاتي رول لري، زموږ د وړاندیزونو په اړه فکر وکړئ.
 
ماشوم ته مو ووایئ «درسره مینه لرم»
د « نه دې بښم» د جملې بیانول د دې سبب نه ګرځي، چې ماشوم ته سزا ورکړل شي او اصلاح شي، بلکې هغه ته یو ځل بیا د ګناه او رټلو احساس ډالۍ کوي او هغه دغه راز نه پوهېږي، چې څنګه د ګناه احساس ومني، په لا ډېر ضد لاس پورې کوي.
 
په همدې آسانۍ! یوه ساده جمله، چې وایي مینه درسره لرم، ښایي ستاسو لپاره ډېره زیاته مهمه نه وي، خو د یوه ماشوم لپاره ټول ژوند دی. مینه لرل، د ماشوم لپاره د مینه کولو لاره هواروي، ماشوم په دې باندې ډاډه کړئ، چې له قید و شرط پرته ورسره مینه لرئ، که داسې یو بد کار هم ترسره کړي، چې تاسو ته د منلو وړ نه دی، نباید هغه ته ووایئ، چې نور درسره مینه نه لرم.
 
نندارچي یې واوسئ
ماشوم تاسو له لاسه نیسي او په زور مو خپلې کوټې له خپل ځان سره بیایي، ترڅو په تخت ښکته او پورته ټوپونه وهل، چې نوي یې زده کړي دي، تاسو در وښیي، یا له تاسو نه غواړي، چې د لوبو پرمهال یې ننداره وکړئ، مه وایئ «حوصله نه لرم، خپله دې لوبې وکړه» د ماشوم د ننداره کولو پر وړاندې مقاومت مه کوئ، هغه په دې باندې ډاډمن کړئ، چې تل یې ننداره کوئ او ټول پام مو د هغه کارونو او وړتیاوو ته دی.
 
ماشوم ته د خوندیتوب حس ورکول
«زه دلته یم او په غېږ کې دې نیسم» «زه دلته ستا تر څنګ یم او نه پرېږدم، چې کوم زیان در ورسېږي»، «زه دلته یم او غږ دې اورم، غوښتنه دې راته ووایه، اړینه نه ده، چې چیغې ووهې او وژاړې، ترڅو زما پام ځان ته را واړوې»، «زه دلته یم او ته آرامه اوسه»، «زه دلته یم او ته کولای شې، چې پر ما باندې حساب وکړې». دا جملې د هغو خبرو بېلګې دي، چې ماشوم ته د خوندیتوب احساس ورکوي.
 
له پیله مې ته غوښتلې
«خوشاله یم، چې ته مې زوی یې، خوښ یم، چې په څنګ کې مې یې، خوشاله یم، چې الله (ج) ما ته ډالۍ کړی یې» او دا جملې د دې جملو پر وړاندې لکه: «کاشکې کوم چا ته د څو ساعتونو لپاره ساتلی وای، چې ما د آرام ساه اخیستې وای»، «له پیله مې ته نه غوښتلې»، « له کومې ورځې، چې دې نړۍ ته راغلی یې، هر څه خراب شوي دي»، « ته د دې سبب شوې، چې ونه شم کولای درس ولولم» او ... ماشوم نباید له دې چې شتون لري، د ګناه احساس وکړي او له دې حس سره ستر شي، په بدل کې یې باید د هغه د شتون او دغه راز د هغه ترڅنګ د اوسېدو له کبله خوښي او خوشالي وکړو.
 
ته زما ویاړ یې
هغه باید ډاډه شي، تاسو په دې چې هغه مو اولاد دی، ویاړئ، په عین حال کې، نباید هغه وړتیا، چې په هغه کې نه شته، یا له هغې سره مینه او لېوالتیا نه لري، یوازې په دې دلیل، چې تاسو ورسره مینه لرئ، هغه پورې تړاو ورکړئ. «ته هرومرو یو ستر هنرمند جوړېږې»، « ته یو ډېر ښه ډاکټر جوړېدای شې»، « له تا نه هرومرو یو بېلګه ایز ورزشکار جوړېږي»! په دې صورت کې له یو همېشني خپګان سره ژوند کوي او نه یوازې په هغه کار کې، چې ستاسو خوښېږي، پرمختګ به ونه لري، بلکې له خپلو واقعي لېوالتیاوو او استعدادونو څخه هم لیرې پاتې کېږي.
 
بښم دې ګرانه
«ښنه غواړم مورې یا پلاره» هغه جمله ده، چې ماشوم وروسته له دې، چې ګمان کوي خپل والدین یې خواشیني کړي، یا کوم ناسم کار یې ترسره کړی دی، ډېر ځله تکراروي. «ودې بښلم!» هغه ډاډه کړئ، چې بښنه مو ورته کوله د «نه دې بښم» جملې بیانول، د دې سبب نه ګرځي، چې ماشوم خبرداری ترلاسه کړي او اصلاح شي، بلکې یو ځل بیا هغه ته د ګناه او رټنې احساس ډالۍ کوئ او ځکه هغه نه پوهېږي، چې څنګه د ګناه احساس ومني، په لا ډېر ضد کولو باندې لاس پورې کوي.
 
که غواړې وژاړه
دا هغه خبرې دي، چې معمولاً وایو، «مه ژاړه»، «ولې دومره ژاړې»، «دا خو ژړا نه لري»، «نارینه نه ژاړي»، «ته نور ستر شوی یې، ژړا کول درسره ښه نه ښکاري»! په داسې حال کې، چې د ترخو او سختو موقعیتونو  او دغه راز د غم د احساس پر وړاندې ژړا کول یو طبیعي غبرګون دی، ولې د یوه طبیعي غبرګون مخه نیسو او هغه ستروالي او نارینه اوسېدو پورې تړاو ورکوو؟ پرېږدئ چې ماشوم وژاړي، آرامه شي او په دې باندې پوه شي، چې ژړا کول، په نارینه، ښځینه، ستر او کوچني اوسېدو پورې تړاو نه لري او اړتیا نه شته، چې تل خپله غوسه پټه وساتي.
 
تر سټرس لاندې یې مه راولئ
ماشوم نباید له دې چې شتون لري د ګناه احساس وکړي او له دې حس سره ستر شي، په بدل کې یې باید د هغه په شتون او ترڅنګ یې په اوسېدو باندې خوشالي څرګنده کړو.
 
زموږ یو تر ډېره غمجن ذهني انځور، هغه صحنه ده، چې یوه مور یا یو پلار خپل ماشوم دې ته اړ کوي، چې د هغوی له بیړې کولو سره ملتیا وکړي او ماشوم په دې کار کې پاتې راځي او د پاتې راتلو له امله ورته سپکاوی کېږي او رټل کېږي او دغه راز د مور یا پلار له خوا ورسره تاوتریخوالی کېږي، هغه نه شي کولای، چې په چټکه توګه خپله موخه بیان کړي، نه شي کولای، چې د لویانو په څېر خپل خواړ ژر ژر وخوري، نه شي کولای، چې په بازار کې د لویانو په څېر په چټکه توګه په لاره لاړ شي او منډې ووهي، ځکه دا غیر قصدي ناتواني یې د رټلو لامل دی او په خپګان باندې اخته کېږي. «ژر کوه کار لرم»، «ژر ووایه باید لاړ شم»، «منډې وهه ناوخته شوې ده» او ..... ماشوم په سټرس باندې اخته کوي. دا ستاسو دنده ده، چې وخت داسې تنظیم کړئ، چې بیړه کولو ته اړ ونه اوسئ.
 
وې هڅوئ
آیا تاسو په یوې داسې ډاډمنې او پرېکنده لارې پسې ګرځئ، ترڅو ماشوم مو ستاسو خبرو ته غوږ ونیسي؟ په ډاډ سره ویلی شم، چې وېرول او محرومول یې لاره نه ده، د دې جملو ویل لکه: سبا به دې پارک ته بو نه ځم یا د خرید کولو لپاره به تا له خپل ځان سره نه بیایم، نه یوازې کومه اغېزه نه لري، بلکې ماشوم د خپلې تېروتنې لپاره لاپسې ضدي کوي، نو له همدې نن څخه زده کړئ، چې ماشوم مو وهڅوئ، که سل کاله هم منډې ووهئ سزا سمه پایله نه لري.  
 
پایښت لرونکې ډالۍ ورکړئ
کله موږ پلرونه او میندې فکر کوو، چې باید په خپل لستوڼي کې یوه ډالۍ وساتو، د بېلګې په توګه: کله چې له خپل ماشوم سره یوه ستر پلورنځي ته ځو، په مذهبي مراسمو کې ګډون کوو یا مېلمستیا ته ځو، د هغه د آرام ساتلو لپاره، له هغه سره ژمنې کوو، خو کارپوهان په دې باندې ټینګار  کوي، چې د یو ښه چلند بنسټ، د غوره لارې ټاکنه ده، له دې امله د دې پرځای چې ووایئ، که نن د نیا په کور کې دې آرام واوسې، نو د لوبو یوه ښه وسیله درته اخلم، غوره ده ووایئ، که د نیا په کور کې دې، د ماښامنۍ د خوړلو پرمهال آرام او مؤدب واوسې، نو پر تا باندې ویاړم.
 
له ماشوم سره خبرې وکړئ
مفصل توضیحات د ماشوم له حوصلې څخه بهر دي، کله چې په پرله پسې سپارښتنو سره هڅه کوو هغه هوښیار کړو او دغه راز ډېر دلیلونه وایو، په دقیقه توګه دې ته پاتې کېږي، چې بې غږه خبرې کوئ او هغه یوازې ستاسو د شونډو او لاسونو حرکتونه ویني او نور هېڅ. ماشومان د لویانو میناتوري نه ده، سترې سپارښتنې د هغوی په حوصله کې نه ځایېږي. د بېلګې په توګه: د دې لپاره، چې ماشومان له خوړو مخکې ځانونه په ځینو نورو څیزونو باندې ماړه نه کړي، له غرمنۍ مخکې بیسکوېټ مه خورئ.