په ډېری ځایونو کې، د درس لوستنې لپاره د مناسبونو وختونو سپارښتنه کېږي، په داسې حال کې، هغو وختونو ته په پام سره، چې نباید پکې مطالعه وشي، له زده کولو سره ډېره زیاته مرسته کوي.
د آزموینی په شپه، د درس لوستنې لپاره ممنوعه وختونه
آیا تر اوسه له داسې کوم څه سره مخ شوی یاست، چې ډېر ساعتونه د درس لوستنې په حال کې وئ، خو ډېر کم زده کول او فیډبک مو درلوده؟ د درس لوستنې سمه تګلاره، ځینو وسایلو او لاملونو ته اړتیا لري، چې اړینه ده وې لرئ. یو له هغو مسایلو څخه، چې ډېری وخت هغه ته نه پام کول، د ذهني کړنې او زده کولو د کمښت سبب ګرځي، د مطالعې وخت دی. تاسو سربېره پر دې، چې د مطالعې او زده کولو لپاره په مناسب وخت باندې پوه شئ، باید په ځینو وختونو کې، چې په دې لیکنه کې ورباندې رڼا اچول کېږي، مطالعه ونه کړئ.
له خوړو خوړلو سمدستي وروسته مطالعه مه کوئ
هېڅکله د غرمنۍ او ماښامنۍ له خوړلو سمدستي وروسته درس مه لولئ، ځکه د معدې ډکه اوسېدل، د ښه هضم په موخه د هغې په لور د وینې د هجوم سبب ګرځي او په همدې دلیل مغز ته کمه وینه رسېږي، د هوښیارۍ کچه را ټیټېږي او فرد له خوبولي احساس سره لاس و ګرېوان کېږي، نو له دې امله د خوړو له خوړلو وروسته، نیم ساعت دمه وکړئ او له هغې وروسته مطالعه پیل کړئ.
د خوبولي اوسېدو په وخت کې درس مه لولئ
که د آزموینې په شپه تر سهاره ویښ پاتې کېږئ او درس لولئ، نو خپله د زده کولو سطحه را ټیټوئ او دا کار د دې سبب ګرځي، چې د آزموینې پرمهال مغز مو د معلوماتو د یاد را وړلو پرځای خپل ځان په خوب ووهي، نو له خپل شپني خوب څخه مه بې پروا کېږئ او که د درس لوستنې پرمهال مو د خوبولي اوسېدو احساس درلوده، لږ استراحت وکړئ او یو ځل بیا درس لوستنه پیل کړئ.
د غوسې پرمهال درس مه لولئ
یو له هغو ټکو څخه، چې د درس لوستنې لپاره باید مراعات شي، له خپګان او غوسې څخه لیرې والی او د آرامتیا ساتل دي، ځکه له مطالعې مخکې، اندېښنه، غوسه او هیجان ستاسو د زده کولو بهیر تر اغېزې لاندې راولي او ستاسو د ذهني کړنې کچه را ټیټوي، نو د مطالعې لپاره باید هرومرو آرامتیا ولرئ او له اندېښنې لیرې ذهن سره مطالعه وکړئ.
د ناروغۍ او سستۍ پرمهال مطالعه مه کوئ
د نویو درسونو له لوستلو وروسته، باید له خپلې جسمي او اروایي روغتیا څخه ډاډه شئ، ځکه په دې صورت کې کافي تمرکز نه لرئ او هېڅ مطلب نه شئ زده کولای. کله چې تازه یاست او له مطالعې سره لېوالتیا لرئ، نو هرومرو په هغه وخت کې مطالعه وکړئ.
له ورزش کولو وروسته درس مه لولئ
غوره ده، چې له ورزش کولو وروسته، شاوخوا نیم ساعت استراحت وکړئ او له ورزش څخه سمدستي وروسته مطالعه مه کوئ، ځکه په دې وخت کې جسم ستړی وي او د زده کولو او ذهني کړنو کچه را ټیټېږي، له دې امله، کله چې تازه شوئ، نو مطالعه وکړئ.
پرله پسې او له استراحت پرته مطالعه کول
پرله پسې او له کوچنۍ دمې پرته مطالعه کول، د تمرکز د له لاسه ورکولو سبب ګرځي او ذهن مو ستړی کوي. په درس لوستنه کې تر ټولو ښه حالت دا دی، چې له یو ساعت درس لوستنې وروسته، لس دقیقې استراحت ولرئ او په تر ټولو اوږد حالت کې هم له استراحت پرته ۹۰ دقیقې درس مه لولئ.
د لوږې پرمهال مطالعه مه کوئ
مغز د زده کولو لپاره اړینه انرژي، د وینې له قند څخه تر لاسه کوي، د لوږې پرمهال د وینې قند را کمېږي او فرد د شدیدې ستړیا احساس کوي او مغز ته اړینه انرژي نه رسېږي. د حل لاره داده، چې د خپل مغز د تغذیې لپاره، له مناسبو خوړنیزو توکو څخه ګټه واخلئ.
د درس لوستنې پرمهال لاندې ټکو ته پام وکړئ:
۱ ـــ ډېری مطالب د سهار له مخې او د یوه ښه او مغزي سبا ناري او لږ استراحت کولو وروسته پیل کړئ، ترڅو ښه مطالعه ولرئ او مطالب په چټکه توګه زده کړئ.
۲ ـــ په درسونو باندې مرور کول، شپې ته وځنډوئ.
۳ ـــ له مطالعې مخکې او وروسته، هرومرو استراحت وکړئ.
۴ ـــ هېڅکله له بریده زیات او له دمې پرته درس مه لولئ.
۵ ـــ کافي خوب مه هېروئ.
۶ ـــ د وخت ټاکل او د مطالعې اندازه په پام کې نیول، فرد ته آرامتیا ور بښي او دا آرامتیا د زده کولو د کچې د ډېرښت او د مطالعې د چټکتیا سبب ګرځي.
وروستي