په کاري چاپېریال کې د وخت د مدیریت اوولس تخنیکونه

په کاري چاپېریال کې د وخت د مدیریت اوولس تخنیکونه کولای شي، ستاسو اغېزناک اوسېدل په بشپړه توګه نوې کچې ته ورسوي. موږ ټول له داسې یوه حالت سره مخ شوي یو، چې د نویو پروژو، مالي مدیریت او د کاري ناستو د غوښتنلیکونو لیکلو ترمنځ را ګیر شوي یو، د مطلوبې پایلې لپاره اړینه ده، چې ټول کارونه په ښه او سمه توګه ترسره شي، نو د بریا لپاره، د وخت د مدیریت د کیلي ګانو پاچا ته اړتیا لرو، په دې لیکنه کې موږ په کاري چاپېریال کې د وخت د مدیریت په تخنیکونو باندې رڼا اچوو، په دې هیله، چې لیکنه له پیله تر پایه په ځیر سره ولولئ.
 
هغه پوښتنې، چې په دې لیکنه کې ځواب ورکوو:
ـــ په کاري چاپېریال کې د وخت د مدیریت تخنیکونه څه دي؟
ـــ د وخت مدیریت څه ته وایي؟
ـــ څنګه خپل کارونه لومړیتوب بندي کړو؟
ـــ کوم وخت د کارونو د لېست د چمتو کولو لپاره مناسب وخت دی؟
له موږ څخه د ډېریو لپاره، داسې تر سترګو کېږي، چې په ورځ کې هېڅکله کافي وخت شتون نه لري، په عین حال کې موږ په شپه او ورځ کې څلیریشت ساعته فرصت لرو، ترڅو خپلې دندې ترسره کړو او ځینې کسان په دې کار کې ډېر ښه دي، په داسې حال کې، چې ځینې نور ضرب الاجلونو ته د رسېدو لپاره هڅه کوي او کله وخت فرصتونه له لاسه ورکوي.
 
ولې ځینې کسان د نورو په پرتله له خپل وخت څخه په ښه توګه ګټه اخلي؟ ځواب د وخت په اغېزناک مدیریت کې نغښتی دی. د وخت مدیریت یانې د هغو فعالیتونو ترمنځ د وخت د وېشلو له سازماندهي څخه عبارت  دی، کوم چې غواړئ ترسره یې کړئ، بېلابېلو کارونو ته د وخت ځانګړي کولو تر شا باید یوه موخه شتون ولري، ترڅو په کار کې ګټورتیا زیاته شي.
 
۱ ـــ پروګرام جوړونه او د وخت مدیریت
ډېرې زیاتې دندې شتون نه لري، چې وکولای شئ، مخکې تر مخکې تصمیم ونیسئ یا په دې اړه فکر کول، چې څه ډول غواړئ، د خپل کار لپاره پروګرام جوړونه وکړئ، کېنئ او کار مو پیل کړئ. په کاري چاپېریال کې د فکر کولو، پروګرام جوړونې او د وخت د مدیریت لپاره ډېر زیات څیزونه شتون لري، لکه:
ـــ کومه دنده له لوړ لومړیتوب څخه برخمنه ده.
ـــ هغه وخت، چې ټاکل شوې ده، یو کار پکې بشپړ شي.
ـــ د کار د ترسره کولو لپاره کومې سرچینې شتون لري.
ـــ کوم کار باید وروسته ترسره شي.
دا ټول تصمیمونه، مخکې تر دې چې کار پیل کړئ، باید ونیول شي، له دې امله یو کار په بل باندې اغېزه نه کوي، دا د وخت د مدیریت یو ډول سټراټیژي ده. د خپلو دندو په اړه روښانه تصمیمونه ونیسئ، ترڅو د کار په تګلاره کې تر ډېره ښه والی رامنځته شي.
 
د شرکت کار کور ته مه لېږدوئ
په یاد مو وي، چې د کاري چاپېریال یا د شرکت کار هرومرو په هماغه کاري چاپېریال کې ترسره کړئ او هڅه وکړئ، چې کار مو کور ته مه لېږدوئ، په دې ډول به آرامه وئ او دغه راز د ژوند په اړه به یو ښه احساس ولرئ.
 
یو مثلث شتون لري: کار، خوب، ژوند.
په دې مثلث کې باید ژوند له کار څخه جلا وي، که کار مو له خپل ځان سره کور ته لېږدوئ، نو خپل ژوند ته د ډېرو زیاتو اندېښنو د لېږدولو په حال کې یاست او هغه وخت، چې باید خپل ځان او خپلې کورنۍ ته یې په پام کې ونیسئ، نور به یاد وخت له لاسه ورکړئ.
 
هر څه چې وکرې، نو هماغه به ورېبې
هغه ټکی، چې غواړم دا اوس یې تاسو ته ووایم، ښایي ژوند ته مو بدلون ورکړي او حواس مو په دې باندې راټول وي، چې د ورځې په اوږدو کې باید کوم کارونه ترسره کړئ. هغه زړی، چې نن یې کرې، بالاخره یوه ورځ خپل سره له خاورو څخه را پورته کوي، په ژوند کې چې هر کار ترسره کوې، حتا ډېر کوچني کارونه، حتا لس دقیقه ایز کارونه، یوه ورځ خپل سر له خاورو څخه را پورته کوي او تاسو به یې حاصل ترلاسه کړئ او ښایي دا زړی یو مثبت زړی وي، لکه کتاب لوستنه او یا منفي زړی وي، لکه په ټولنیزو شبکو کې بېځایه ښکته او پورته ګرځېدل.
 
دا یوه ورځ موږ ته خپل ځان ښکاره کوي. په دې لید سره خپل ورځني کارونه ترسره کړئ، هر کار چې زه یې ترسره کوم، په راتلونکې کې یوه ورځ خپل سر له خاورو څخه را پورته کوي او ماته خپل ځان ښکاره کوي او که د فکر په دې بڼې سره خپل کارونه ترسره کړئ، نو خپلې ورځنۍ پروګرام جوړونې ته ډېر زیات ارزښت ورکوئ.
 
هیله من یم، چې د خپل ژوند پسرلي ته ورځ تر بلې نږدې شو او په خپل او د نورو په ژوند او دغه راز په ټولنه باندې مثبته اغېزه وښندو.
 
۲ ـــ لومړیتوب بندي څه ته وایي؟
په کار ځای کې د وخت مدیریت، په لومړیتوبونو باندې د وخت لګول او په غیر لومړیتوبونو باندې د وخت بېځایه نه لګولو په مانا دی. له خپل ځان څخه د دې پوښتنو په پوښتلو سره یې وپېژنئ:
ـــ ارزښتونه مو څه دي؟
ـــ موخې مو څه دي؟
ـــ د فعالیتونو پایلې څه دي؟
 
کله چې په دې باندې پوه شئ، څنګه خپلې موخې لومړیتوب بندي کړئ، نو په احتمالي توګه په خپله دنده او په کاري چاپېریال کې د وخت په مدیریت کې به بریالی وئ.
 
۳ ـــ د ورځنیو کارونو لېست
د هرې ورځې په پای کې د کارونو یو لړلیک چمتو کړئ، د کارونو لیک لړ عمدتاً انګېزه ورکوونکی دی، ځکه له هغه څه څخه، چې ټاکل شوې ده، هره ورځ ترسره شي، یوه روښانه آیډیا وړاندې کوي، د هغو کارونو د لېست د چمتو کولو لپاره، چې باید هره ورځ ترسره شي، تر ټولو غوره وخت، د هرې ورځې پای دی، ترڅو په روښانه او واضحه توګه پوه شئ، چې بله ورځ کار له کوم ځای څخه بېرته پیل کړئ. تاسو کولای شئ دا کار د پروژې د مدیریت له یوه پوست کالي څخه په ګټه اخیستنې، په ډېرې آسانۍ سره ترسره کړئ.
د پروګرام لیکنې او د پروژې د مدیریت له پوست کالو څخه په ګټه اخیستنې، په ډېرې آسانۍ سره کولای شئ:
ـــ دندې رامنځته کړئ.
ـــ هغه په کوچنیو او د مدیریت وړ دندو باندې ووېشئ.
ـــ ځانګړې یې کړئ.
ـــ د پروژې د پیل او پای نېټه منظمه کړئ.
ـــ لګول شوی وخت وڅارئ.
 
۴ ـــ په یوه کار باندې تمرکز کول
په کاري چاپېریال کې د وخت مدیریت، هغه وخت کولای شي بریالی وي، چې خپل ځان د ګډوډو حواسو له کړۍ څخه را بهر کړئ. کله چې باید ډېر زیات کارونه ترسره کړئ، په دندو کې، په یوه کار کې پاتې کېدل آسانه  کار نه دی او ګډوډ حواس طبیعي دي، له دې امله هغه څه ته د رسېدو په تګلوري کې ثابت قدمه اوسېدل، کوم چې غواړئ یې، هر وخت یوازې د خپل کار په یوه برخه باندې تمرکز وکړئ.
له هغو وسایلو لکه موبایل او له هغو کارونو لکه د برېښنالیکونو له چک کولو څخه ډډه وکړئ.
 
۵ ـــ د بریالیو کسانو د بریا راز
په وخت کې د اغېزناک مدیریت راز، د وخت د بندولو تګلاره ده. د وخت بندول په حقیقت کې هغه تګلاره ده، چې د یوه کار لپاره ټاکلی ساعت ځانګړی کوئ او د نورو کارونو لپاره وخت تړي.
 
کوین کروز د « ۱۵ رازونه، چې بریالي کسان یې د وخت د مدیریت په اړه پوهېږي» تر عنوان لاندې په خپل کتاب کې وړاندیز کړی دی، چې خپله ورځ د وخت د برخو له لارې سازماندهي کړئ او د وخت هره برخه د یوه کار د ترسره کولو لپاره مشخصه وي.
 
۶ ـــ د کار او وخت ارزونه
خپل ورځنی پروګرام ثبت کړئ، د وخت د مدیریت دا سټراټیژي له تاسو سره مرسته کوي، ترڅو پیدا کړئ، کوم فعالیتونه دي، چې لپاره یې خپل وخت ضایع کوئ، د وخت د څارلو او له وخت څخه د ګټه اخیستنې، له پروګرامونو څخه په ګټه اخیستنې سره، کولای شئ په کاري چاپېریال کې خپل فعالیتونه وڅارئ.
 
کله چې خپل ورځني پروګرامونه د یوې اوونۍ لپاره ثبت کړل، کولای شئ د وخت د ضایع کېدو ټول فعالیتونه تشخیص کړئ او غوره ده، له خپلې ورځې څخه د هغو د لیرې کولو لپاره شعوري هڅه ولرئ، ترڅو په کاري چاپېریال کې له تاسو سره د وخت په مدیریت کې مرسته وکړي.
 
۷ ـــ د ګډوډو حواسو درملنه
د ګډوډو حواسو لاملونه له منځه یوسئ: ټولنیزې رسنۍ، په وېب پاڼو باندې ګرځېدل، همکاران، لیکلي پیغامونه او...  ګډوډ حواس کولای شي، په کار ځای کې ډېر زیات وي، په کاري چاپېریال کې د وخت د مدیریت یو بل تخنیک، د دې مواردو له شر څخه د خلاصون لپاره فعال اوسېدل دي.
 
دروازه وتړئ، ترڅو دمې محدودې کړئ، له هغو پرته ټولې پاڼې وتړئ، کومې چې دمګړۍ پرې کار کوئ، د پیغام رسونې خبرتیاوې خاموشې کړئ او شخصي ټیلیفوني اړیکې د غرمې ډوډۍ وخت لپاره پرېږدئ. خپل دوه اصلي لاملونه، چې حواس مو ګډوډوي، وپېژنئ او د دوو اونیو لپاره په هغو باندې د غلبه کولو لپاره تمرکز وکړئ.
 
۸ ـــ سازماندهي څه ته وایي؟
بریالي کسان کارونه سازماندهي کوي، کله چې د تمرکز کولو لپاره ګڼ شمېر کارونه شتون لري، چې کولای شي اغېزمنتیا ګډوډه کړي او کولای شي ډېر سخت وي، لوی کارونه، په کوچنیو او د مدیریت وړ کارونو باندې ووېشئ.
 
۹ ـــ د جادویي سهار پړاوونه
د سهار له مخې له سترو ننګوونو سره وجنګېږئ. آیا غواړئ له خپل وخت څخه په اغېزناکه توګه ګټه واخلئ؟ او په کاري چاپېریال کې د وخت مدیریت ته ورسېږئ؟ نو د خپلو کارونو له لېست څخه تر ټولو مهمې دندې وپېژنئ او د سهار په لومړیو کې یې ترسره کړئ.
 
له هیچا څخه پټه نه ده، چې تاسو په سهار کې ډېره زیاته انرژي او لېوالتیا لرئ، نو له دې امله، ولې له هغو څخه د سترو او ننګوونه را پارونکو دندو پر وړاندې د مقابلې لپاره ګټه نه اخلئ؟ دا تګلاره په کاري چاپېریال کې د وخت د مدیریت یوه بله تګلاره ده، چې د دې سبب ګرځي، کله چې تر ټولو مهمې دندې ترسره کوئ، د پاتې ورځې تېرول درته آسانه شي.
 
۱۰ ـــ ورته کارونه
بېلابېلې دندې د ټیم له غړو څخه غواړي، چې توپیري وخت مصرف کړي او توپیري هڅه وکړي، خو له هغه ځایه، چې ډېری دندې، چې ننني ټیمونه یې ترسره کوي، یوه بلې ته ورته دي، د هغو د ترسره کولو لپاره تر ټولو غوره لاره دا ده، چې هغوی سره را ټولې کړو.
 
په یوه پروژه کې د ورته یا تړاو لرونکو دندو ډل بندي، ټیمونو ته اجازه ورکوي، ترڅو وخت را کم کړي او په چټکه توګه پروژې بشپړې او وې سپاري، په کاري چاپېریال کې د وخت د مدیریت په دې تخنیکونو سره، کارونه سپک کېږي او کم وخت ته اړتیا لري.
 
۱۱ ـــ بشپړتیا غوښتونکی مه اوسئ
یو له اصلي دلیلونو څخه، چې ولې ډېری کسان خپلې دندې ځنډوي یا تل د یوې پروژې یا محصول سپارل ځنډوي دا دی، چې هغوی د بشپړتیا په لټه کې دي، ډېره ښه ده، چې غواړئ په هر هغه  کار کې چې ترسره کوئ یې، تر ټولو غوره واوسئ، خو په دې ځای کې یوه ډېره مهمه پوښتنه شتون لري، آیا تاسو خپل د کارونو په لېست کې یو کار لرئ؟
 
بدیهي ده، چې ځواب یې «نه» دی، له هغه ځایه، چې ستاسو د کارونو په لېست کې ډېرې دندې شتون لري، چې باید په هماغه ورځ کې بشپړې شي، نو بشپړتیا غوښتنه ودروئ او تر ډېره د هر کار په ترسره کولو باندې په شونې ښه او واقع بینانه توګه تمرکز وکړئ.
 
۱۲ ـــ د ۸۰ ـــ ۲۰ قانون
د ۸۰ ـــ ۲۰ قانون په کاري چاپېریال کې د وخت د مدیریت یو بل تخنیک دی او موږ ته وایي له هغو پایلو څخه ٪۸۰ یې چې ترلاسه کوو یې، زموږ له ٪۲۰ اقداماتو څخه ترلاسه کېږي. دمګړۍ، کله چې د وخت اغېزناک مدیریت ته وار رسېږي، دا قانون تاسو ته وړاندیز کوي، چې د خپلو کارونو لړلیک ته وګورئ او د آسانه او ساده ساتلو لپاره یې لارې پیدا کړئ، دې اصل ته په پام سره، باید تر ټولو غوره کارونو ته ورسېږئ او لومړی یې په ترسره کولو باندې تمرکز وکړئ.
 
۱۳ ـــ څنګه یو اغېز ښندوکی استراحت ولرو؟
د کارونو ترمنځ د استراحت لپاره وخت په پام کې ونیسئ، تاسو غواړئ، چې په یوه ورځ کې له خپل وخت څخه ډېره زیاته ګټه واخلئ او همدا دلیل دی، چې د وخت له ضایع کېدو پرته له یوه کار څخه بل کار ته الوزئ، دمګړۍ، دا شونې ده په لومړي لید کې، ستاسو له وخت څخه ښه ګټه اخیستنه وي، خو په پای کې دقیقاً برعکس ده.
 
په هر حال، د انسان مغز د تمرکز او انګېزې د لوړې کچې د ساتلو لپاره، له هر ۹۰ دقیقو وروسته استراحت ته اړتیا لري، له دې امله د یوه کار د بشپړېدو او د بل کار د پیل کولو ترمنځ  ۱۰ تر ۱۵ دقیقو پورې استراحت په پام کې ونیسئ. مخکې تر دې، چې کار ته را وګرځئ، نو پلی مزل وکړئ یا کوم څیز وخورئ، ترڅو ذهن مو لږ څه آزاد شي.
 
۱۴ ـــ د بهر سپارنې مدیریت
بهر سپارنه یو ستونزمن کار دی، خو دې واقعیت ته بدلون نه ورکوي، چې هغه د عصري کاري چاپېریال یوه حیاتي برخه ده. موږ په دې باندې پوهېږو، چې تر ډېره ستونزمنه ده، چې یو بل شخص ته اجازه ورکړئ، چې ځانګړې دندې ترسره کړي، خو په یاد ولرئ، چې تاسو د ځینو کارونو د ترسره کولو لپاره محدود وخت لرئ او بهر سپارنه کولای شي، د رښتیني وخت د سپما سبب شي.
 
یوازې ډاډه شئ، چې مسؤولیتونه مو مناسب فرد ته، چې د پام وړ مهارتونه لري، سپارلي دي او که دا کار ترسره کړئ، نو په اړه به یې هېڅ اندېښنه ونه لرئ.
 
۱۵ ـــ په یوه وخت کې د څو کارونو مدیریت
په یوه وخت کې د دوو کارونو مدیریت، تر ډېره د ګټورتیا د له لاسه ورکولو سبب ګرځي، د ارواه پوهنې د یوې وروستۍ څېړنې پر بنسټ، په کاري چاپېریال کې د وخت د مدیریت یو بل تخنیک دا دی: هغه کسان، چې غوره ګڼي، څو دنده ایز عادت تمرین کړي، نو په کارونو باندې لږ تمرکز لري.
 
له هغوی څخه ډېری یې په دې باور دي، چې د څو عادي کارونو ترسره کول، د وخت له سپما او دغه راز په یوه ورځ کې د ډېرو کارونو له ترسره کولو سره مرسته کوي، خو په واقعیت کې، تر ډېره موضوع برعکس ده.
 
۱۶ ـــ کاري او د پروګرام جوړونې جنتري
که پیاوړې حافظه لرئ، نو تاسو ته مبارکي وایم، خو فکر نه کوئ، که چېرې ټولې پېښې، خپلې دندې او د عطف مهم ټکي، په یوه جنتري کې نښه کړئ، نو ډېر به ښه وي. له ډېرو کلونو راهیسي د وخت په مدیریت کې د جنتري اغېزناک اوسېدل، په ښه توګه پېژندل شوي دي، ښه خبر دا دی، چې دمګړۍ ډیجیټلي جنتري لرو، چې د وخت مدیریت او وخت بندي یې لوړې کچې ته رسولې ده.
 
د آنلاین پروژې د وخت بندۍ په یوې جنترۍ سره، کولای شئ د غونډو په اړه پلان جوړ کړئ، پېښې رامنځته کړئ، یاددښتونه تنظیم کړئ او کابو له هرې دستګاه څخه، یوې ځانګړې نېټې لپاره په لاس رسي اوسېدو کې خپل ځان بررسي کړئ. د یوې پروژې له جنترۍ څخه په ګټه اخیستنې سره کولای شئ، په ټولو پروژو کې د جنتري ټول معلومات، په یوه ځای کې وګورئ.
 
۱۷ ـــ صبر مه کوئ
د په تمه پاتې کېدو لپاره وخت مه ضایع کوئ، کله چې په یوه پروژه کې په تمه پاتې کېږئ، وخت ضایع شوی دی. دمګړۍ موږ تاسو ته وړاندیز نه کوو، چې بې صبره واوسئ، خو هره پروژه باید د وخت په یوه برخه کې بشپړه شي او هغه وخت مو، چې په تمه اوسېدو کې ضایع کړی دی، په ډېرې آسانۍ سره کولای شي، په بل ځای کې تېر شي.
 
که د یوې آیډیا په تمه یاست، نو یوه غږیز فایل ته غوږ نیول په پام کې ونیسئ، یا د یوه وېب سایټ مهم پوسټونه ولولئ، په داسې حال کې چې مهمو معلوماتو یا په یوه پروژه کې مشورې ته په تمه یاست، دا له تاسو سره مرسته کوي، چې خپل دنننی اور یو ځل بیا بل کړئ او انګېزه پیدا کړئ، چې یو وار بیا خپل تګلوري ته دوام ورکړئ.
 
وروستۍ خبره
په کار ځای کې د وخت د مدیریت تخنیکونه له تاسو سره مرسته کوي، په کاري او د کور په چاپېریال کې اغېزناک ژوند ولرئ. په کاري چاپېریال کې د وخت مدیریت، ستاسو د ژوند د تګ لارې له بدلون سره مرسته کوي، ترڅو د وخت له لوړ بیه زېرمې څخه په ښه توګه ګټه واخلئ، د فکر په سمې بڼې او اغېزناکو سټراټیژیانو سره کولای شئ، خوشاله ژوند ولرئ، بریالي اوسئ.