څنګه خپلو والدینو ته مینه او درنښت ښکاره کړو؟

که داسې احساس کوئ، چې والدین مو تاسو نه درک کوي یا نه شئ کولای، چې د هغوی له افکارو او نظرونو سره جوړښت وکړئ، دا د دې دلیل نه شي کېدای، چې درنښت یې ونه کړئ.
 
دا چې احساس وکړئ، چې مور او پلار مو تاسو نه درک کوي، په بشپړه توګه طبیعي ده، خو نباید اجازه ورکړئ، چې دا مسئله مو اړیکه خرابه کړي یا والدینو ته مو د بې احترامۍ سبب شي. په هر دلیل، چې له خپلو والدینو څخه خپه کېږئ، نباید اجازه ورکړئ، چې دا خپګان د دې سبب وګرځي، چې هغوی ته درنښت کول تر پښو لاندې کړئ. د دې لیکنې په دوام به د والدینو پر وړاندې د خپلو احساساتو د بدلون او دغه راز د چلند بدلون او د اړیکې ښه والي او والدینو ته د درنښتیزو پولو د ټاکلو په لارو چارو باندې رڼا واچول شي، په دې هیله، چې لیکنه له پیله تر پایه په ښه غور او دقت سره ولولئ.
 
منندوی واوسئ 
والدینو مو ستاسو د ماشومتوب له پیله، ستاسو د غوښتنو او اړتیاوو د پوره کولو لپاره، ډېر وخت او انرژي مصرف کړې ده، د هغوی له زحمتونو څخه منندوی اوسېدل، هغوی ته ستاسو د درنښت ښکارندویي کوي، د دې لپاره، چې خپله منندویي ښکاره کړئ، نو کولای شئ، لاندې کارونه ترسره کړئ:
 
ـــ له والدینو څخه د منندویئ اوسېدلو تر ټولو آسانه او ساده لاره داده، چې له هغوی څخه مننه وکړئ او هغوی ته ووایئ، چې د هغو کارونو په ارزښت باندې پوهېږئ، کوم چې دوی یې ستاسو لپاره ترسره کوي.
 
ـــ کوچني، خو مانا لرونکي کارونه: پرته له دې، چې له تاسو نه یې غوښتنه وکړي، د هغوی لپاره ماښامنۍ چمتو کړئ یا پخلنځی پاک کړئ.
 
ـــ د اړتیا په صورت کې له هغوی څخه ستاینه وکړئ: کله چې ښه کار ترسره کوي، وې ستایئ، د بېلګې په توګه: خپلې مور ته ووایئ، چې ښه او خوندور خواړه یې پاخه کړي دي، یا پلار ته مو ووایئ، چې خپلې چارې په ډېره ښه توګه ترسره کوي.
 
توپیري لیدلوری یې ومنئ
بېلابېلو نظرونو ته درناوی یو ګټور مهارت دی، د نورو نظرونو ته درناوی کول، په دې مانا نه دی، چې خپل نظر له لاسه ورکوئ، یوازې د دې سبب ګرځي، چې نور په غوره توګه درک کړئ.
 
دا درک کړئ، چې والدین مو یو توپیري نسل دی، چې خپل ماشومتوب او ځواني یې په توپیري فضا کې تېره کړې ده او په همدې دلیل لیدلوری یې له تاسو سره ډېر زیات توپیر لري. د دې لپاره، چې مور او پلار مو په ښه توګه درک کړئ، له هغوی څخه پوښتنې وکړئ، ترڅو وکولای شئ، په ښه توګه یې په لیدلوري باندې پوه شئ.
 
پوهې او تجربې ته یې ارزښت ورکړئ
هغه څیزونه، چې په ماشومتوب او تنکۍ ځوانۍ کې مو تجربه کړي دي، والدینو مو هم تجربه کړي دي او له هغه ځایه، چې عمرونه یې زیات دي، هغه څیزونه، چې ټاکل شوې ده، تاسو یې په راتلونکې کې تجربه کړئ، هغوی تر شا پریښي دي او په ځینو مواردو کې کولای شي، علم و پوهه یې له تاسو نه زیاته وي، پوهې او تجربې ته یې درنښت وکړئ او په هغو برخو کې، چې فکر کوئ مناسبه ده، له تجربې څخه یې ګټه واخلئ، په دې ترتیب هغوی هم ستاسو په اړه ښه احساس پیدا کوي او تر ډېره په تاسو باندې حساب کوي.
 
والدین مو له تاسو سره مینه لري
د والدینو مینه لرل غریزي او د زړه له کومې دي او نه شو کولای، چې برید او پوله ورته تصور کړو، هغوی له خپلو اولادونو سره بې قید و شرطه مینه لري، خو اولادونه دومره په خپلو ستونزو کې راګیر دي، چې دا احساس هېروي، یوازینی ځای، چې تل کولای شي، ستاسو پټنځای وي، د والدینو غېږه ده.
 
قوانین یې مراعات کړئ
ښایی د والدینو له قوانینو سره همغږي ونه اوسئ، خو هغوی هرومرو د دې قوانینو لپاره یو دلیل لري، له دې امله نالیدلي نیول یې هغوی خواشیني کوي. له قوانینو څخه پیروي کول، مور او پلار ته د درنښت ښکارندویي کوي.
 
د ښه چلند تمرینول
ښه چلند او د ادب مراعاتول، مور او پلار ته د درنښت ښکارندویي کوي، هغوی له همدې چلند پرته، له تاسو څخه بله هېڅ تمه نه لري، پام مو وي، کله چې له هغوی سره خبرې کوئ، له کومو کلیمو څخه ګټه اخلئ، په خپلو خبرو کې د لطفاً او مننه کوم، له کلیمو څخه ګټه واخلئ.
 
د خپلو والدینو لپاره وخت په پام کې ونیسئ
ښایي دا غوره وګڼئ، چې د مور او پلار پرځای خپل وخت له نورو سره تېر کړئ، خو حتا له هغوی سره څو دقیقې وخت تېرول کولای شي، خوشاله یې کړي، ډېر کله خپل اوزګار وخت د هغوی لپاره ځانګړی کړئ او هغوی ته خپله پام ښکاره کړئ، ترڅو له یو بل سره ښه اړیکه ولرئ.
 
له خپلو والدینو سره مینه وکړئ
د والدینو ښکلول او د هغوی په غېږ کې نیول، کولای شي د هغوی په روحیه او له تاسو سره یې په اړیکه باندې ښه اغېزه وکړي. له والدینو سره مینه کول مه هېروئ.
 
حاضر ځوابي مه کوئ
حاضر ځوابي، چیغې وهل، بدې خبرې کول، سترګې او وروځې الوزول، کنایه ویل، دا ټول والدینو ته له بې احترامۍ څخه سرچینه اخلي، هڅه وکړئ، چې غبرګونونه مو کنټرول کړئ او ستونزه تشخیص کړئ او د له منځه وړلو لپاره یې کوټلي ګامونه پورته کړئ. مخکې تر دې، چې د احساساتو له امله یوه بده خبره په خوله راوړئ، لږ فکر وکړئ.
 
په تېر باندې له سره کتنه مه کوئ
د بحث کولو پرمهال له اصلي موضوع څخه مه بهر کېږئ، په تېر باندې خبرې مه کوئ، ځکه چې ستاسو د لا ډېرې غوسې سبب به وګرځي، په اوسنۍ مسئلې باندې تمرکز وکړئ، ترڅو وکولای شئ حل یې کړئ.
 
همغږي تمرین کړئ
لکه څنګه چې تل والدین مو په حقه نه دي، کله وخت تاسو هم په حقه نه یاست، د خپلو خبرو د ثابتولو لپاره، بې احترامۍ ته اړتیا نشته، د چیغو وهلو پرځای، آرامتیا مو وساتئ او په منطقي توګه نظر مو بیان کړئ. د خبرو کولو لپاره مناسب وخت وټاکئ او په ډېرې آرامتیا سره خپل دلایل څرګند کړئ.
 
په رښتینې توګه خبرې اترې وکړئ
د ښوونځي، دندې، لېوالتیاوو او هر هغه څه چې ستاسو لپاره په زړه پورې دي، په اړه یې له خپلو والدینو سره خبرې وکړئ، ترڅو ستاسو له روحیاتو سره لا ډېر آشنا شي، له هغوی سره خپلې وېرې او اندېښنې شریکې کړئ، ترڅو وکولای شي، له تاسو سره همدردي وکړي یا که چېرې دې ته ورته وضعیت سره مخ شوي وو، تاسو ته لارښوونه وکړي.
 
له والدینو سره د درنښتیزو پولو ټاکل
د درنښتیزو پولو ټاکل، د والدینو د نا رضایتي او اندېښنې مخه نیسي او د دې سبب ګرځي، چې سالم او خوندور تعاملات ولرئ او خپلواک هویت پیدا کړئ.
 
څرګند او رښتینی او په ورته وخت کې پرېکنده او زړه خوږی واوسئ
مخکې تر دې، چې له خپلو والدینو سره خبرې وکړئ، د هغو څیزونو دلیل پیدا کړئ، کوم چې ځوروي مو، د هغوی د غبرګون تشخیص تاسو ته د دې شونتیا درکوي، چې له هغوی څخه داسې څیزونه وغواړئ، چې نرم غبرګون ولري.
 
نورو ته له زیان رسولو پرته، احساسات او اړتیاوې مو په پرېکنده توګه پیان کړئ او نظرونو ته یې غوږ ونیسئ. که والدین مو تل ستاسو په کارونو کې ښکېل کېږي، د هغوی له پام څخه، له مننه کولو وروسته دا ورته ووایئ، په خپله کولای شئ تصمیم ونیسئ.