د انسانانو ګډ برخلیک ټولنه د کومې اړتیا له مخې؟

لاندې څو کرښې په دې موخه لیکم چې د پورته مطرح شوې پوښتنې لپاره ځواب و مومو.
 
الله تعالی په دې نړۍ کې هرڅه د انسان په واک  کې ورکړي او دا کائنات ټول د انسان د استفادې وړ ګرځولي.
 
خو ځينې انسانان بیا پر نورو ځانونه لوړ ګڼي، ظلم کوي، بې عدالتي کوي، د نورو حق خوري او د ځان د ګټې لپاره د نورو ژوند ارزښت نه ورته لري.
 
که موږ په خپل کور، کلي، ټولنه، هېواد او آن نړۍ کې د هرې ستونزې، لانجو او جنجالونو او آن بې وزلۍ جرړه ولټوو نو دې نتیجې ته به ورسېږو چې دا مسایل یوازې او یوازې هغه وخت پېښېږي چې بې عدالتي واکمنه وي.
 
برعکس کله چې په ټولنه کې عدالت تامین وي نو جنجالونه او بې وزلۍ هم بلکل نه وي او یا که وي هم اندازه يې کمه وي.
 
د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنه په واقعي مانا دا ده چې په ټوله نړۍ کې د انسانانو لپاره مساوي او برابر حقوق موجود وي.
 
 که څه هم دا ډېر ژور بحث ته اړتیا لري خو موږ به د دې لپاره چې بحث را لنډ کړو یوازې په دې اکتفا وکړو چې انسانان یو پر بل هېڅ برتري نه لري، بلکې برتري په تقوا او صداقت کې ده.
حقیقت دا دی چې په واقعي معنا د عدالت تامین نه یوازې د ټول بشر یا ټولو انسانانو په ګټه دی، بلکې د ټول مخلوق ګټه پکې نغښتې ده.
پوهان د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې په اړه بېلا بېلې نظريې لري، هماغه ډول چې مخکې مو یادونه وکړه چې ځينې هرڅه ته د خپلو ګټو له عینکو ګوري او که د دوی ګټې پکې وي نو هماغه عدالت بولي او که يې زیان و نو واقعي عدالت ته هم بې عدالتي وايي.
 
د چین د دولت رییس شي جین پينګ د ۲۰۱۲ میلادي کال په نوامبر کې د بشر د ګډ برخلیک ټولنې رامنځته کېدو وړاندیز وکړ چې د ملګرو ملتونو سازمان په شمول د نړۍ مختلفو هېوادونو يې هرکلی وکړ.
 
په همدې کال د چین د کمونیست ګوند په اتلسمه ملي کنګره کې هم د شي جین پينګ د دې وړاندیز هرکلی وشو او په صراحت سره يې بیان کړه چې د بشر له ګډ برخلیکه باید دفاع وشي او د پرمختګ او خپلو ګټو د تعقیب لپاره د نورو هېوادونو منطقي اندېښنې په پام کې ونیول شي.
 
ښاغلي شي جين پينګ د ۲۰۱۳ میلادي کال د مارچ په ۲۳مه په مسکو کې هم یو ځل بیا د بشر د ګډ برخلیک ټولنې رامنځته کېدو وړاندیز وکړ.
 
نوموړي دغه راز د ۲۰۱۷ میلادي کال د جنورۍ په ۱۸مه د ملګرو ملتونو په ۷۱مه عمومي اسمبلۍ کې هم د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې جوړېدو په اړه خپل نظر بیان کړ.
 
د بشر لپاره څه ډول ټولنه؟ 
هماغه ډول چې چين نن د نړۍ یولوی او د نړیوالو معادلو جوړولو کې یو مهم تصمیم نیونکی او اغېزناک هېواد دی نو ځکه يې د دولت د رییس دریځ هم د غور او تامل وړ بلل کېږي.
 
د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې جوړېدو په اړه د شي جین پينګ په نظریو کې څو مهم ټکي په لاندې ډول دي.
* د نړیوالو اړیکو د ډيموکراټيک کېدو بهير دې وهڅول شي، خو دا دې د یو یا څو هېوادونو په ولکه کي نه وي.
* د نړۍ برخلیک باید د بېلا بېلو هېوادونو له خوا په ګډه او مشترک ډول کنټرول شي.
* نړیوال نظم باید د نړیوالې ټولنې له خوا په ګډه تعریف او اداره شي.
* نړیوالې چارې باید د مختلفو هېوادونو له خوا په ګډه اداره شي او د پرمختګ د بریالیتونو ګټې دې ټولو ته ورسېږي.
* باید یوه د دایمي امن لرونکې نړۍ جوړه کړو او ستونزې د خبرو اترو له لارې حل شي.
* همکارۍ باید د ګډو ګټو پر بنسټ وي او سمسوره او پرانیستې نړۍ جوړه شي چې ټولو ته يې ګټه ورسېږي.
* د چاپېریال ساتنې لپاره باید ټول په ګډه کوښښ وکړي چې یوه پاکه او ښکلې نړۍ رامنځته شي.
* انسانان تر یوه آسمان لاندې پر یوه ځمکه ژوند کوي، درد او ښادي يې مشترک دي نو باید هېڅوک داسې عمل ونه کړي چې هم ځان او هم نورو ته زیان ورسوي.
 
د پورته نظرونو په اړه د لیکوال تبصره:
د ښوونځي له وخته زما سره په ذهن کې دا پوښتنه پيدا کېده چې ولې ځينې هېوادونه کمزوري دي او ځینې زورور؟ ولې د نړۍ د برخلیک لپاره یوازې څو محدود هېوادونه تصمیم نیسي او نور په ځانګړې توګه کمزوري او مخ پروده هېوادونه رول نه پکې لري؟
 
ولې لوېديځ هېوادونه ځانته ډېر امتیاز غواړي؟ ولې هغوی آن د نورو هېوادونو لپاره د نظام جوړولو او نورو داخلي چارو د منظمولو لپاره فرمایشي تګلارې ټاکي؟ ولې هغوی ځانته د داسې کړنو اجازه ورکوي چې زیان يې کمزورو او مخ پروده هېوادونو ته رسېږي؟
 
او داسې ډېرې نورې پوښتنې راسره وې چې ما په خپل ذهن کې دا ویل چې یره دا سیستم باید اصلاح او عدالت تامین شي.
 
 خو اوس مې چې د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې د جوړېدو لپاره د ښاغلي شي نظرونه ولوستل ډېرې پوښتنې مې حل شوې.
 
بل دا چې له عقلي او منطقي پلوه د بشر د ګډ برخلیک ټولنې جوړېدو په اړه د ښاغلي شي جین پينګ نظرونه واقعا عام المنفعه ګټې بللای شوو او په زرینو کرښو باید ولیکل شي.
 
زه فکر کوم چې د انسانو د ګډ برخلیک ټولنه په واقعي معنا رامنځته کېدو سره به نه یوازې د انسانانو لپاره عدالت تامین شوی وي، بلکې تر آسمان لاندې او ځمکه کې د ټولو مخلوقاتو حقوق به هم تامین شي.
 
حقیقت دا دی چې دا نړۍ یوازې د انسانانو لپاره هم نه ده، بلکې حیوانات، مرغان، کبان... هم له انسانانو سره په مشترک چاپېریال کې ژوند کوي، ټول تر یوه آسمان لاندې او پر یوه ځمکه اوسېږي نو دا ټول په حقیقت کې ګډ برخلیک لري، په دې معنا چې که انسان چاپېریال د ځان په ګټه بدلوي يا يې په انحصار کې اخلي دا بې عدالتي او د نورو مخلوقاتو په حق کې ظلم دی.
 
دا سمه ده چې انسان اشرف المخلوقات دی او الله تعالی هر څه د انسان په واک کې ورکړي، خو انسان باید په خپلو کړنو کې د نورو مخلوقاتو زیانونه او د هغوی ژوند ته پېښدونکي خطرونه هم په پام کې ونیسي.
 
بله خبره دا ده چې په نړۍ کې چې څومره ادیان دي هم ټول د انسانو لپاره د عدالت پر تامینولو توصیه کوي.
 
مثلا، اسلام د بشر پر یووالي عقیده لري او ټول بشریت له یو نسل او یو نژاده دی او د حضرت آدم علیه السلام اولاده ده نو پرته له معنوي معیارونو او تقوا یو پر بل هېڅ فضیلت او غوره والی نه لري او اسلام د ټول بشریت او ټولې نړۍ لپاره د رحمت نظام دی او پيغام يې عام دی.
 
معقوله او منطقي خبره دا ده چې انسانان باید پردې باور ولري چې د ټولو برخلیک یو دی او ټول باید په واقعي معنا د ګډ برخلیک ټولنې جوړېدو لپاره هڅې وکړي تر څو عدالت تامین شي.