دا چې له واده څخه موخه، د بریالي خوشاله ګډ ژوند تشکیل دی، خو له بده مرغه ټول ودونه به بریالي نه وي، که تاسو غواړئ، چې بریالی واده ولرئ او تل له خوښۍ او رضایت سره ژوند وکړئ، په دې لسو قوانینو باندې پوه شئ، چې په ګډ ژوند کې د بریا او خوشالۍ راز دی.
۱ ـــ د ګډ ژوند په شریک کې د رضایت او نېکمرغۍ احساس رامنځته کول
هڅه وکړئ، تر هغه څه ډېر، چې د خپل ګډ ژوند له شریک څخه د یو څه د ترلاسه کولو تمه ولرئ، هغه ته یو څه ور وبښئ، که ستاسو موخه د خپل ګډ ژوند په شریک کې د رضایت او نېکمرغۍ حس رامنځته کول وي، نو ډاډه اوسئ، چې دې موخې ته د رسېدو لپاره به بې شمېره فرصتونه پیدا کړئ، په دې صورت کې به تاسو هم د خپل د ګډ ژوند د شریک له خوا مینه او محبت ترلاسه کړئ، ځکه انسانان تل هڅه کوي، چې د نورو ښېګڼې جبران کړي.
۲ ـــ مقابله مه کوئ
کله چې د ژوند شریک مو تاسو ته غوسه کېږي او له خولې څخه یې یوه بده خبره را بهر کېږي، نو سکوت وکړئ او له هغه سره مقابله مه کوئ، ځکه په دې کار سره، د ډېرو نا اړینو بحثونو له رامنځته کېدو څخه مخنیوی کوئ، دا شېبې به په ډېرې چټکۍ سره تېرې شي او تاسو کولای شئ، په یوه مناسب وخت کې د خپل ژوند له شریک سره، د هغه د چلند په اړه خبرې وکړئ.
۳ ـــ بېځایه تمې مه لرئ
د خپل ژوند له شریک څخه بېځایه تمې مه لرئ، له بېځایه تمو څخه ډډه کول، کولای شي، د شخړو، لانجو او اندېښنو له رامنځته کېدو څخه مخنیوی وکړي، تمه مه لرئ، چې د ژوند شریک مو بشپړ او بې نیمګړتیا وي، په دې ترڅ کې، هېڅکله هغه له نورو سره مه پرتله کوئ.
۴ ـــ هر څه ته د مثبت لیدل لرل
هڅه وکړئ، چې هر څه ته مثبت لید ولرئ، مثبت لید د دې سبب ګرځي، چې د رضایت او خوښۍ احساس تجربه کړئ.
۵ ـــ د ژوند شریک مو وستایئ
د هغو لارو په اړه فکر وکړئ، چې کولای شئ د خپل ژوند شریک مو د هغو کارونو ترسره کولو ته، کوم چې خوښېږي مو، وهڅوئ، که دا تګلاره اغېزناکه نه وه، نورې تګلارې وازمایئ او په یاد ولرئ، چې په وخت ستاینه او هڅوونه، کولای شي یوه پیاوړې انګېزه وي.
۶ ـــ موخې مو لومړیتوب بندي کړئ
موخې مو لومړیتوب بندي کړئ او افکار مو په تر ټولو مهمو موخو باندې، یانې د یوه آرامه او خوشاله کورني چاپېریال په لرلو باندې متمرکز کړئ.
۷ ـــ د خپل ژوند له شریک سره د مقابلې پرځای هوکړې ته ورسېږئ
هېڅکله د خپل ژوند له شریک سره د واک او ځواک جګړې ته مه ننوځئ، د دې کار پرځای له هغه سره هوکړې ته ورسېږئ.
۸ ـــ د ژوند شریک مو مه رټئ
د ژوند شریک مو د هغه د تېروتنو په خاطر مه رټئ، په بدل کې یې هڅه وکړئ، بله تګلاره خپله کړئ، چې د دې تېروتنو له تکرار څخه مخنیوی وکړي، کله چې تاسو د خپل ژوند شریک د هغه د تېروتنو په خاطر رټئ، نو احساسات یې ټپي کوئ او د هغه د ځور سبب ګرځئ.
۹ ـــ په اوس کې ژوند وکړئ
په اوس کې ژوند وکړئ، تېرې تېروتنې او بدې پېښې هېرې کړئ او هڅه وکړئ، چې د ننني ژوند شرایطو ته بدلون ورکړئ.
۱۰ ـــ د خپل ژوند له شریک څخه پوښتنه وکړئ
تل د خپل ژوند له شریک څخه پوښتنه وکړئ: د دې لپاره، چې زموږ ژوند خوشاله او په زړه پورې وي، څه کولای شم؟
وروستي