د اړیکیزو مهارتونو د ښه والي ارزښت: د اړیکیزو مهارتونو د ښه والي لپاره پنځلس تګلارې

په هره برخه کې د بریا لپاره ښه اړیکه اړینه ده، څه وغواړئ یو محصول وپلورئ؛ څه وغواړئ یوه نوې دنده پیدا کړئ یا یوازې له خپلې کورنۍ او دوستانو سره تعامل ولرئ، اړیکیز مهارتونه ډېر زیات مهم دي، خو ډېری خلک په دې باندې نه پوهېږي، چې څنګه خپلو اړیکیزو مهارتونو ته ښه والی وروبښي او ډېری خلک تر کله چې ډېره ناوخته شوې نه وي، نو دې موضوع ته نه متوجه کېږي.        که غواړئ، چې بریالی واوسئ، نو اړینه ده، زده کړئ، چې څنګه خپل اړیکیز مهارتونه ښه کړئ، په دې لیکنه کې د اړیکیزو مهارتونو په ښه والي باندې رڼا اچول شوې ده، موږ د اړیکیزو مهارتونو د ښه والي لپاره، پنځلس تګلارې بررسي کړې دي.
 
د اړیکو ډولونه
اړیکې بېلابېل اړخونه لري، موږ د بدني ژبې، د غږ ډول، حرکتونه، او لیکل شوې خبرې (یاددښتونه، ایمیلونه، لیکونه) له لارې اړیکه نیسو. درې ډوله اصلي اړیکې، لکه کلامي، غیر کلامي او لیکنۍ دي، چې هره یوه یې مهمه ده.
 
کلامي
کلامي اړیکه هغه مهال رامنځته کېږي، چې افراد له یو بل سره د خبرو کولو لپاره له کلیمو څخه ګټه اخلي، دا ډول اړیکه معمولاً هغه مهال رامنځته کېږي، چې افراد مخامخ، ټیلیفوني یا ویډیویي اړیکه ټینګوي.
 
غیر کلامي  
غیر کلامي اړیکه هغه مهال رامنځته کېږي، چې دوه کسان له کلیمو پرته له یو بل سره اړیکه ټینګوي، په دې ډول اړیکه کې د څېرې حالت، حرکتونه، د غږ ډول او حالت شاملېږي، غیر کلامي اړیکه کولای شو له بدني ژبې او لېږدونکي عمل څخه تفسیر کړو، د بېلګې په توګه: سترګیزه اړیکه له خبرو اترو سره د لېوالتیا ښکارندویي کوي، په داسې حال کې د سترګیزې اړیکې نه شتون، ښایي د ستړیا او نه لېوالتیا نښه وي.
 
لیکنۍ
دمګړۍ لیکل له نورو سره د اړیکې د ټینګښت یوه دودیزه لاره ده، په دې ډول اړیکه کې ټیلیفوني لیکلي پیغامونه، ایمیلونه او لیکونه شاملېږي.
 
د اړیکیزو مهارتونو د پراختیا ارزښت
اړیکه د انسان یوه له اړینو وړتیاوو څخه ګڼل کېږي، په حقیقت کې هغه مهارت دی، چې موږ یې هره ورځ په اړیکو، کار او نورو ټولو برخو کې ترې ګټه اخلو. ښه اړیکیز مهارتونه له موږ سره مرسته کوي، ترڅو دندې په چټګه توګه او په کمې هڅې سره ترسره کړو. موږ کولای شو، چې یو بل په ښه توګه درک کړو، د ډېرو مواردو په اړه هوکړې ته ورسېږو او له بېلابېلو مخینه لرونکو افرادو سره اړیکه ټینګه کړو. د اغېزناکو اړیکیزو مهارتونو پراختیا کولای شي، له تاسو سره مرسته وکړي، ترڅو خپلو موخو ته ورسېږئ او په ژوند کې له تاسو سره مرسته وکړي. هغوی کولای شي، تاسو ته له نورو دنده غوښتونکو سره د سیالۍ ښېګڼه درکړي او ستاسو بین فردي اړیکو ته ښه والی ور وبښي.
 
څنګه خپلو اړیکیزو مهارتونو ته ښه والی ور وبښو؟
د اړیکیزو مهارتونو ښه والی کولای شي، ننګوونه راپارونکی وي، ځکه په هغه کې ډېر زیات اړخونه ښکېل دي. په دې ځای کې له تاسو سره د مرستې لپاره پنځلس ټکي راوړل شوي دي.
 
۱ ـــ د خبرو کولو په پرتله ډېر غوږ ونیسئ
غوږ نیونه یو اړیکیز مهارت دی، چې ډېری خلک ورسره ستونزه لري، تر ډېره دا مهارت له ځان کنټرولۍ او ډېر تمرکز سره مرسته کوي، د یو چا پوښتنې ته په ځواب ورکولو کې، لومړی فکر وکړئ او په ډېر تمرکز سره ځواب ورکړئ. هغه کسان، چې ښه غوږ نیسي، هغوی ته د باور وړ، بښونکو او پایښت لرونکو افرادو په توګه کتل کېږي، هغوی دغه راز د ستونزو په له منځه وړلو کې ښه دي، ځکه د مقابل لوري لید لوری درک کوي.
 
۲ ـــ له پرانیستو پوښتنو څخه ګټه اخلي
یوې پوښتنې ته د هو/ نه ځواب موندلو لپاره هڅه د یوې رسۍ د پای د موندلو د هڅې په څېر ده، کابو ناشونې ده، له دې هاخوا ډېر ځواب ولري، ځکه په هغې کې د پیل کوم روښانه ټکی شتون نه لري. پرانیستې پوښتنې وپوښتئ، چې تاسو ته هیجاني او بشپړ ځواب درکړي، په دې ډول افرادو ته اجازه ورکوئ، چې ډېرې خبرې وکړي، ستونزه نه لري، چې پوښتنې مو په پیل کې لږ څه پېچلې تر سترګو شي، ځوابونه یې ښایي له مخاطب سره مرسته وکړي، ترڅو د موضوع په اړه په ژوره توګه فکر وکړي او دا ده چې کولای شئ، یو رښتینی اړیکیز پرمختګ ولرئ.
 
۳ ـــ د چټکتیا را کمول
کله چې ورو خبرې کوئ، نو ډاډه او د باور وړ ښکاره کېږئ، خلک د هغو کسانو په لور جذبېږي، چې په نفس باندې اعتماد لري، له دې امله ورو خبرې کول د دې سبب ګرځي، چې نور ستاسو خبرو ته په سمه توګه غوږ ونیسي. که تل د افرادو خبرې پرې کړئ یا اجازه ورنه کړئ، چې خبرې وکړي، اړیکه ستونزمنېږي.
 
۴ ـــ ذهني حضور ولرئ
خلک هغه وخت له یو چا سره خبرې کوي، چې سترګیزه اړیکه ولري او د هغه پام یې را اړولی وي. د افرادو لپاره هغه وخت خبرې کول ستونزمنېږي، چې ستاسو ټول پام بل شخص ته وي، دا حالت هغوی ته د نالیدلي ګڼلو احساس ورکوي. که غواړئ اغېزناکه اړیکه ولرئ، نو په دې باندې ځان ډاډه کړئ، چې د مقابل لوري خبرو ته مو پام کړی دی.
 
۵ ـــ په ډاډ سره خبرې وکړئ
د یوې وینا او له خلکو سره د خبرو کولو پرمهال، نو په دې باندې ځان ډاډه کړئ، چې له ټینګ او ډاډمن غږ څخه ګټه اخلئ، دا د دې ښکارندویي کوي، چې پوهېږئ د څه شي په اړه خبرې کوئ او د نورو لپاره ستاسو درک کول آسانه کوي.
 
۶ ـــ خپلې لهجې ته پام کوئ
په داسې حال کې، چې اړینه ده په نفس باندې په ډېر اعتماد سره خبرې وکړئ، پام مو وي، چې غوسه ناک او رټونکی ونه اوسئ، هڅه وکړئ، چې نرمه لهجه ولرئ او کله چې له مقابل فرد سره خبرې کوئ، نو مقابل لوری په پام کې ولرئ، هڅه وکړئ، چې خپل احساسات کنټرول کړئ، له خلکو سره په خبرو کې مهمه ده، خپل کنټرول خوندي کړئ، ترڅو اړیکه اغېزناکه وي.
 
۷ ـــ له قضاوت پرته غوږ ونیسئ
کله چې یو څوک تاسو ته کیسه کوي، کولای شو په ډېر آسانۍ سره پوه شو، چې څه خبره ده یا مخکې مو دا کیسه اورېدلې ده، دا چاره اړیکه ستونزمنوي، ځکه تاسو او فکر مو په مکالمه کې شامل نه دي، تاسو باید له قضاوت پرته غوږ ونیسئ او هڅه وکړئ، چې د هغه شخص په اړه خبرې ونه کړئ.
 
۸ ـــ بدني ژبې ته پام وکړئ
په اړیکه کې د کلیمو په پرتله، غیر کلامي نښې، لکه بدني ژبه او د څېرې حالات ډېر زیات پیاوړی رول لري، دې نښو ته پام وکړئ، ترڅو دا وټاکئ، آیا هغه څه، چې هغوی یې وایي، په اغېزناکه توګه لېږدېږي یا نه.
 
۹ ـــ د شونتیا تر بریده له شخړې څخه ډډه وکړئ
د هغه څه لپاره، چې غواړئ یې د جنګېدلو پرځای، هڅه وکړئ له نورو کسانو ګد ټکي پیدا کړئ، د شخړو د حل لاره، چې د ټولو لپاره ګټوره وي، ډېره اغېزناکه ده، ځکه د اغېزناکې اړیکې لپاره د یو بل د لیدلورو درک کول اړین دي. 
 
۱۰ ـــ پیغامونه مو لنډ ولیکئ
پیغامونه مو باید د امکان تر بریده لنډ وي، اوږد مهالې اړیکه کولای شي، د ناسم پوهاوي سبب شي، له دې امله غورده، چې خبرې مو په روښانه توګه بیان کړئ. که چېرې ډاډه نه یاست، هغه څه چې وایئ ورته متوجه کېږي، نو هڅه وکړئ، چې پیغام مو په لنډو کوچنیو برخو ووېشئ او له هغوی څخه پوښتنې وکړئ، چې پوه شئ، پام کوي.
 
۱۱ ـــ له اړیکیزو مهارتونو سره د مرستې لپاره له شوخ طبیعتۍ څخه ګټه واخلئ
شوخ طبیعتي د اړیکې د ټینګښت لپاره یوه غوره وسیله ده، ځکه کولای شي، نورو ته ستاسو په پیغام باندې پوهېدل آسانه کړي، خو مه هېروئ، په اړیکو کې شوخ طبیعتي هم خپل وخت لري، له دې امله کله چې په یوه مهمه او برخلیک ټاکوونکې ناسته کې ګډون لرئ، له شوخ طبعیتۍ څخه ګټه مه اخلئ، که غواړئ اړیکه اغېزناکه وي، ډاډه شئ، چې د یوې ټوکې یا طنز له ورزیاتولو مخکې، خبرې مو جدي نیول شوې دي.
 
۱۲ ـــ د ګډوډو حواسو لاملونه لیرې کړئ
ګډوډ حواس کولای شي اړیکه ستونزمنه کړي، ځکه د دې سبب ګرځي، چې خلک د هر څه په اړه فکر وکړي، پرته له هغه څه، چې تاسو یې وایئ، تل د ګډوډو حواسو لاملونه لیرې کړئ، ترڅو تمرکز پر تاسو او ستاسو پر پیغام باندې وي.
 
۱۳ ـــ مُسکا وکړئ
که چېرې مقابل لوری مو د هوساینې احساس ونه کړي، اړیکې پېچلې کېږي، مُسکا کول، کولای شي له اړیکیزو مهارتونو سره مرسته وکړي، ځکه د دې سبب ګرځي، چې مقابل لوری مو وغواړي، ستاسو ترڅنګ وي. که هغوی مُسکا کوي، معمولاً په دې مانا ده، چې هغوی خوشاله دي او غواړي، چې د مخالفت پرځای، له تاسو سره همکاري وکړي.
 
۱۴ ـــ له ډکوونکو کلیمو څخه ډډه وکړئ
د ډکوونکو کلیمو درک کول ښایي سخت او ستونزمن کار وي او کومه مانا ونه لري. د «پوهېږم» یا «لکه» یا د بلې هرې کلیمې ویل اړیکه ستونزمنوي، ځکه هغه څه، چې هڅه مو کړې ده، وې وایي، پټوي. اړینه ده، چې د شونتیا تر بریده د ډکوونکو کلیمو له کارولو څخه ډډه وکړئ، ترڅو یو کس په دقیقه توګه ستاسو په موخه باندې پوه شي.
 
۱۵ ـــ فیډبک ومنئ
د خبرو کولو پرمهال، د نظر د څرګندولو حق ورکړئ، ستاسو په اړیکو کې کلامي او غیر کلامي فیډبک مهم دی. د بېلګې په توګه: پام وکړئ، چې د مخاطبینو سر مو د همغږۍ په موخه ښورېږي یا نه، یا خپلې سترګې ګردوي؟ یا اصلاً تاسو ته نه ګوري. دا له تاسو سره د خبرو کولو پرمهال د هغوی د احساس ګټورې نښې دي او تاسو کولای شئ د خبرو کولو پرمهال یې کنټرول کړئ، دغه راز هڅه وکړئ، د خپلو اړیکو د ښه والي لپاره، له افرادو څخه فیډبک او د هغوی نظر وغواړئ.
 
که غواړئ یوه اغېزناکه اړیکه ولرئ، د اړیکیزو مهارتونو د ښه والي د څرنګوالي زده کول ډېر مهم دي. د دې کار د ترسره کولو لپاره، بېلابېلې لارې شتون لري، خو کوم ټکي مو چې وړاندې کړل، له تاسو سره مرسته کوي، ترڅو لومړی ګام پورته کړئ. اړیکه له کلیمو څخه لوړه ده. غیر کلامي او د بدني ژبې نښې نښانې د اړیکې په اغېزناکه کولو کې رول لري.